سرپل کې سږني پلي شوي پروژې

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۳۰ - ۱۵:۳۳
سرپل کې سږني پلي شوي پروژې


۳۰ لیندۍ ۱۳۹۹
د سرپل ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د کرنې سکټور لپاره په ۱۳۹۹یم مالي کال کې ۲۷۹میلیونه او ۹۶۶زره او ۸۱ افغانۍ پراختیا یي بودیجه ځانګړې شوې وه، چې په لګولو سره یې په دې ولایت کې سلګونه کرنیزې پروژې پلي شوي دي.
یاد ریاست زیاته کړه، چې د پیازو او کچالو ۲۲۰ زېرمتونونه، ۲۸۰ ممیزخونې او د تازه مېوو ۲۰ صفردرجې سړې خونې جوړول او ترڅنګ یې د سبو او مېوو ۶۰ لمریز وچوونکي دستګاوې وېش، چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې پلي شوي هم په سرپل ولایت کې د پلي شویو پروژو په ډله کې دي.
د ۱۳۹۹یم مالي کال په ترڅ کې د سرپل پر یوشمېر بزګرانو د غنمو ۲۹۳مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه هم وېشل شوي او ترڅنګ یې د غنمو ۱۳، د سویابینو ۱۴ او د زعفرانو ۳۲ ننداریزې قطعې هم په دې ولایت کې جوړې شوي دي.
په همدې توګه د طبي نباتاتو د ساتنې په پار ۲۵۰ ټني ګدام جوړول، نباتي ناروغیو او افتونو سره د مبارزې ترویجې یونټ جوړول، د خلکو په ګډون د طبیعي سرچینو تنظیم او د حیواني روغتیا او مالدارۍ پراختیا په پار کړنې په سرپل کې ترسره شوي فعالیتونه دي.
له دغو پروژو څخه په نېغه اووه زره او ۲۱۷ کسان برخمن شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت