لوګر کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت ۳۰۸ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۷ - ۱۶:۴۰
لوګر کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت ۳۰۸ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۲۷ لیندۍ ۱۳۹۹
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند د ۳۰۸ پروژې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د لوګر د کرنې رییس عبدالله تسل وویل، چې په دغو پلي شویو پروژو کې ۲۹ ممیزخونې، د کچالو ۱۱۲ زېرمتونونه، د پیازو ۱۳۸ زېرمتونونه او د مڼو درې صفردرجې سړې خونې جوړول او د مېوو او سبو ۲۸ لمریز وچوونکي دستګاوې وېشل شامل دي.
ددغو پروژو ټولیز لګښت نږدې ۱۹۵ میلیونه افغانۍ ده، چې ۹۰ سلنه یې د کرنې وزارت او لس سلنه نور یې برخمن شوي بزګران پرې کړي دي.
په لوګر ولایت کې یادې پروژې پلي کېدل ددې ولایت د بزګرانو او بڼوالو د خوښۍ لامل شوي دي. دوی وایي، چې یاد پلي شوي پروژې کولای شي، چې د کرنې او بڼوالۍ په وده کې  رغنده رول لوبوي او د ولایت په کچه د اقتصادي ودې لامل شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

لغمان کې سلګونو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین کمپاین پیل شو

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «افاې‌او» په مالي همکارۍ، د لغمان ولایت په ټولو. . .

بازگشت