ننګرهار کې د لیمو حاصلات په ډېرېدو دي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۳ - ۱۵:۴۳
ننګرهار

۲۳ لیندۍ ۱۳۹۹
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې، په دې وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې د لیمو بڼونه او حاصلات ډېر شوې او مخ پر وده روانه ده.
د ننګرهار د کرنې رییس انعام الله صافی وایي «د ننګرهار خاوره اوبه او هوا د لیمو ونو پالنې او روزنې ته مناسبه ده او په دې ولایت کې کال تر بله د لیمو بڼونه زیاتیږي.» د ښاغلی صافی په خبره د یاد ولایت په ډېرو ولسوالیو کې د لیمو ګڼ شمیر بڼونه جوړ شوي، چې په سږنیو حاصلاتو کې یې د پام وړ ډېرښت راغلی دی. انعام الله صافی وویل، چې د ننګرها ولایت د لیمو د بڼونو سږني حاصلات نږدې پنځه زره او ۹۰۰ ټنو ته رسیږي دا په داسې حال کې ده، چې تېرکال ددې ولایت د لیمو حاصلات څه باندې پنځه زره او ۱۰۰ ټنه وه. د ننګرهار لیمو، د دې ولایت ترڅنګ نورو ولایتونو ته هم صادرېږي.
د ننګرهار په ولایت کې د لیمو ډېر بڼونه شته او خلک په خپلو کورونو او کروندو کې د لیمو ونې اېښي دي او يا دلیمو بڼونه یې جوړ کړي دي، خو په تېرو څو کلونو کې د کرنې وزارت له خوا په دې ولایت کې د لیمو یوشمېر معیاري او سوداګریز بڼونه هم جوړ شوي دي.
د افغانستان ختیځ ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونه مدیتراني اقلیم او د مالټو، نارنج او لیمو بڼونو لپاره مناسبه هوا لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت