ننګرهار کې د کب روزنې صنعت په پراخېدو ده

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۹ - ۱۵:۴۶
ننګرهار کې د کب روزنې صنعت په پراخېدو ده

۱۹ لیندۍ ۱۳۹۹
په ننګرهار کې د کبانو فارمونو وده کړې او په دې وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د ګرمو اوبوکبانو روزنې ۱۹۵بابه لوی او کوچني فارمونه جوړ شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په ننګرهار کې د کبانو روزنې شته فارمونه د کال نږدې ۶۰ ټنه غوښه تولیدوي، چې د ننګرهار د بازارونو ترڅنګ یوشمېر ولایتونو ته هم صادرېږي.
د کبانو دغه شمېر فارمونه د ننګرهار ولایت په بېلابېلو څنډو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او خصوصي سکټور په ګډې همکارۍ جوړې شوي، چې ډېری فارمونه یې د سرخرود، بهسود، مهمندرې، ګوشتې، کامې، کوزکونړ، بټي کوټ او لعلپورې ولسوالیو کې دي.
د ننګرهار دکرنې ریاست وایي، چې له یادو فارمونو څخه د کبانو د روزنې ترڅنګ د سیمې د ښېرازې او سمسورتیا په پار د بڼونو د خړوبولو په پار هم ګټه اخیستل کیږي.
د ننګرهار د کرنې ریاست په دې ولایت کې د کب روزنې د پراختیا په پار ګڼې برنامې پلي کړي، چې په دغو برنامو کې د کبانو فارم لرونکو ته روزنیزې برنامې په لاره اچول، د کبانو نوي فارمونه جوړول، پر کب روزونکو د کبانو روزنې اړونده توکي وېشل او دوی ته اسانتیاوې برابروي شامل دي.
باید وویل شي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او خصوصي سکټور له لارې سږکال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کبانو ۳۵۰ تولیدي او تکثیري فارمونه هم جوړ شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت