د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو پر ستونزو د اوبو په چارو کې د هالنډ ځانګړی استازی او د هالنډ له سفیر سره د کرنې وزیر لیدنه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۱ - ۱۴:۳۰

۲۱ غبرګولی ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی د خپل کار په دفتر کې د اوبو په برخه کې د هالنډ ځانګړی استازی ښاغلی هینک اوینګ «Henk Ovink» او د هالنډ له سفیر ښاغلی ارنسټ نورمن سره وکتل.
په دې لیدنه کې دکرنې وزیر د افغانستان د مالدارۍ او اوبولګولو په برخه کې شته فرصتونو او ستونزې له دوی سره شریکې کړې. هالنډ د اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې ترټولو مدرن او عصري سیسټمونه او په دې برخه کې ښې تجربې لري. ښاغلی درانی د وچکالۍ، سیلابونو، د سیلابونو د مدیریت او د مالدارۍ او اوبولګولو په برخه کې پر وړتیا لوړولو خبرې وکړې. هغه پر یادو موضوعاتو خبرې اترې وکړې، چې د هالنډ تجربې څنګه کولای شي، چې په یادو برخو کې د افغانستان د ستونزو په هوارولو کې مرسته وکړي.
په دې لیدنه کې د هالنډ ځانګړی استازی ښاغلی هینګ اوینک وویل کومې تجربې، چې دوی د وچکالۍ د ګواښونو د کچې ټېټولو، د سیلابونو د مدیریت او د اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې لري د کرنې له وزارت سره همکاري کوی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت