نیمروز کې د هندواڼو او خټکیو حاصلات کابو۶۰ سلنه زیاته شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۱ - ۱۴:۳۰

۲۱ غبرګولی ۱۳۹۸

د نیمروز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د تېر کال په پرتله سږ ددې ولایت د هندواڼو او خټکیو حاصلات ۵۰ تر ۶۰ سلنه زیاته شوې ده. د دوی په خبره سږ کال ددې ولایت په ۴۰ زره هکټاره ځمکه کې هندواڼه او خټکي کرل شوي دي.

د نیمروز د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د هندواڼو او خټکیو حاصلات د تېر ۳ کلونو په پرتله کابو ۳۰۰ سلنه زیاته شوې ده. د یاد ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د هندواڼو او خټکیو ډېری کروندې د چخانسور په ولسوالۍ کې شتون لري، چې تر دې د مه ددغو کروندو حاصلات بازار ته وړاندې شوي نه دي خو د یوشمېر نورو ولسوالیو محصولات لا له وړاندې بازار ته وړاندې شوي دي.

د نیمروز ولایت د کرنې ریاست د کرنې، سوداګرۍ او مالیې له وزارتونو غوښتي، چې ددې ولایت تولیداتو ته په کور دننه او بهر د پلور زمینه برابره کړي.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت