کندهار کې مېرمنو لپاره ۹۵ وړې شنې خونې جوړیږي

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۳:۳۸
۹۵ سبزخانه‌ی کوچک به زنان در قندهار ساخته می‌شود


۲ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له لارې د ژمي په موسم کې د سبو تولید په پار د کندهار ولایت پر یوشمېر مېرمنو ته ۹۵ وړې شنې خونې جوړوي.
دغه شنې خونې، د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې ۹۵ مېرمنو ته جوړیږي، چې ټولیز لګښت یې ۳.۸ میلیونه افغانۍ ده.
د یادو شنوخونو ترڅنګ پر دغو مېرمنو د بېلابېلو سبو تخمونه هم وېشل کیږي او همداراز دغو مېرمنو ته په شنوخونو کې د سبو کرکېلي او پالنې لارې چارې هم ښودل کیږي.
له څو کلونو را په دې خوا په کندهارولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي پروژې له خوا د وړو شنوخونو د وېش لړۍ پیل شوې د ه، چې ښې پایلې لري.
یو شمېر هغو مېرمنو، چې په تېروکلونو کې یې شنې خونې تر لاسه کړي دي وایي؛ د ژمي په موسم کې چې په بازار کې سابه او ترکاری نه وي د خپلو کورنیو د اړتیا وړ سابه او ترکاري له خپلو شنوخونو څخه تر لاسه کوي او یوه برخه یې په بازار کې هم خرڅوي او دکور لګښتونه پرې پوره کوي.
له کومه ځایه چې سابه د سالمې تغذیې ډېره مهمه سرچینه ده، د کرنې وزارت د کورنیو د سالمې تغذیې په پار او مېرمنو لپاره د دندې ایجادولو په موخه هر کال په ټول هېواد کې پر مېرمنو سلګونه وړې شنې خونې وېشي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۳۳
Background image

د کندهار د کرنې ریاست ۲۰ کارکوونکي د ملکیتونو د تثبیت واحد مرکز له مسلکي روزنې فارغ شول


۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ۲۰ تنه کارکوونکي د ملکیتونو د تثبیت واحد مرکز اړوند له تخصصي او مسلکي روزنیز پروګرام څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۳۰
Background image

د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالی کې پر ٤٠ کاریګرو د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې


۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو نړیوالې  «ډي‌ارسي» ادارې په مرسته د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالی کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۴
Background image

دمیدان وردګو دوو ولسوالیو کې لس ګونو بزګرانو ته دلوبیا ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت د دایمیرداد او جغتو ولسوالیو اړوند د کنج، ګرماب کلاندې په حوزو کې یوشمېر په شرایطو برابرو بزګران چې مخکې دکرنې ریاست له. . .

بازگشت