کندهار کې د ورځې ۱۰۰ زره لیټره شېدې پروسس او بازار ته وړاندې کیږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۱۶:۵۱
کندهار کې د ورځې ۱۰۰ زره لیټره شېدې پروسس او بازار ته وړاندې کیږي


۲۸لړم۱۳۹۹
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د مالدارۍ سکتور د پراختیا په پار یې هڅې پیل کړي دي، چې ورځ تر بلې یې وضعیت په ښه کېدو دی.
د کندهار د کرنې ریاست شمیرې ښیي، چې د کندهار په مرکز او ولسوالیو کې د ورځې نږدې ۱۰۰ زره لیټره شېدي تولیدیږي او بازار ته وړاندې کیږي.
د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ امریت سره ۳۶۰ دلبنیاتو مرکزونه، څلور د پروسس فابریکې او ۶۳۲ لوی او کوچني فارمونه ثبت دی؛ چې له دې ډلې نوموتی هغه یې د مېلکو فابریکه ده، چې په لسګونه ډوله لبني توکي لکه، شیدې، مستې، شړومبۍ ، کوچ، پیروی، شیرپېره، ایسکریم، فرني، شیربرنج اونور ډول ډول لبني توکيتولیدوي.
د کرنې ریاست او همکارو موسسو لخوا په کندهار کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په موخه ګڼې برنامې، د لبنیاتو د پروسس ټولنې، د شېدو راټولو مرکزونه او د اړوندو توکو ویش هغه څه دي چې راون کال مالدارانو ته ترسره شوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت