د اړوندو بنسټونو د استازو په شتون کې افغانستان ته د زعفرانو د قاچاق د مخنیوي د ارزونې غونډه وشوه

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۵ - ۱۴:۴۴
د اړوندو بنسټونو د استازو په شتون کې افغانستان ته د زعفرانو د قاچاق د مخنیوي د ارزونې غونډه وشوه

۲۵ لړم ۱۳۹۹
هېواد ته د زعفرانو د قاچاق د مخنیوي د څرنګوالي د ارزونې او خبرو اترو غونډه، د ملي امنیت شورا، کورنیو چارو، ماليې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د ملي امنیت لوی ریاست او د زعفران کارانو د ملي ټولنې استازو او د کرنې وزارت یوشمېر چارواکو په شتون کې؛ د کرنې وزارت نوماند او سرپرست وزیر ډاکټر انوارالحق احدي په مشری، د مقام په دفتر کې په لاره واچول شوه.
د کرنې وزارت سرپرست ډاکټر انوارالحق احدي وویل: «د زعفرانو د پراختیا د پنځه کلن ملي طرحې پر اساس د افغانستان د زعفرانو صنعت کال تر بلې د ودې په حال کې ده. د افغانستان زعفران په نړۍ کې عالی ځای خپل کړئ، دمګړۍ د تولیداتو پر زیاتوالي کارکول، د پروسس مرکزونه جوړول او تجهیز، د کیفیت د کنټرول لابراټوار جوړول، د بزګرانو روزنه، او یوشمېر نور کارونه دکرنې وزارت اساسي کړنې دي.خو د زعفرانو د سکټور په پراختیا کې د پام وړ پرمختګ ترڅنګ، لاهم یوشمېر ستونزې له ډلې، د کروندو د تولید ټیټه کچه، د پروسس او معیاري بسته بندی د مرکزونو کموالی او قاچاق هغه څه دي، چې یاد سکټور ورسره مخ دی.»
د کرنې وزارت سرپرست زیاته کړه: «ددې ترڅنګ، چې د ولسمشر د حکم پر اساس زعفران او د زعفرانو د پیازو واردات بند دي، خو بیا هم له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته د زعفرانو د قاچاق راپورونه ورکول کیږي.»
په همدې حال کې ښاغلی احدي د مالیې له وزارت څخه وغوښت چې، په ګمرکونو کې د اسکنرونو په فعالولو کې، چې د زعفرانو د قاچاق په مخنیوی کې اغېزمن دي، همکاري وکړي. دغه راز د کرنې وزارت سرپرست له امنیتي ارګانونو څخه د وارداتي محمولو د کنټرول او د زعفرانو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې د لاډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.
په دې غونډه کې د بېلابېلو ادارو استازو خپل چمتووالي وښودل، چې د زعفرانو د قاچاق د ستونزې دهوارولو په برخه کې د سکټوري بنسټونو په همغږي همکاري وکړي.
باید وویل شي، چې افغانستان په ۱۳۹۸یم کال کې نږدې ۲۰ مټریک ټنه زعفران تولید کړې وه او د روان کال د راپورونو پربنسټ، د زعفرانو کروندې زره هکټاره زیات شوي دي او اټکل کیږي، چې د تېرکال په پرتله د سږني حاصلاتو کچه زیات شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت