د کرنې د پراختیا صندوق ۱۱۱ میلیونه افغانۍ پور منظور کړ

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۵ - ۱۲:۴۲
د کرنې د پراختیا صندوق ۱۱۱ میلیونه افغانۍ پور منظور کړ

۱۵ لړم ۱۳۹۹
د کرنیزو پورونو د منظوری د کمېټې غونډه، چې د کرنې په وزارت کې په لاره اچول شوې وه، له وړاندې شویو معلوماتو او د کمېټې د غړو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو ورکولو وروسته د ۱۱۱میلیونه کرنیزو پورونو ورکړه منظور او تایید کړ.
دغه غونډه، چې د پورونو د منظوری د کمېټې مشر محبوب الله ننګ په مشری او د کرنې پراختیا صندوق د چارواکو په شتون کې په لاره اچول شوې وه، د شپږو سترو کرنیزو فعالیتونو په پار ۱۱۱ میلیونه پور منظور کړ.
منظور شوي پور کې شپږ مورده، شامل دي، چې درې مورده یې د کرنیزو ماشین الاتو او شرکتونو تجهیزاتو پورې تړې ده، چې له دغو پورونو څخه په استفادې سره کرنیز ماشینونه له ډلې ټراکټورونه پېرل کیږي.
څلورم مورد پور د پنبې د پروسس یو شرکت پورې تړلې ده، چې یاد شرکت له دې پور څخه په استفادې سره له بزګرانو پنبه پېري. د پور پنځم او شپږم موردونه د زعفرانو د پروسس شرکت او سیلو اړوند دي. دغه شرکتونه د زعفرانو او اوړو د پېر په پار پورونه اخلي.
ایمل آرمان د کرنې د پراختیا صندوق اجرایي مشر وایي، چې په دې سختو شرایطو کې یې بزګران نه دي هېر کړي او دې ته ژمن دی، چې د دوی د اړتیا وړ پورونه په خپل وخت د دوی په واک کې ورکړي.
د کرنې د پراختیا صندوق یو مالي دولتي غیر بانکي بنسټ دی، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي. د افغانستان د کرنې د ودې او ښه کولو په موخه د مالي منځکړیو او پور ورکولو له لارې سوداګریزو بزګرانو او سوداګرو ته پورونه ورکول ددې صندوق عمده دندې دي.
یاد صندوق د خپل تاسیس له پیل څخه تردې دمه ۱۲.۲ میلیارډه افغانۍ پور منظور او کرنیزو سوداګرو، کوپراټیفونو، د کرنې او مالدارۍ ټولنو، مالي منځګړیو، د غواساتنې، کب روزنې او چرګانو روزنې فارمونو، د وچ او تازه مېوو صادروونکو او پروسس کوونکو، د اوړو د تولید فابریکو، د کرنیزو تو کو د تولید شرکتونو، مغازو او د کیمیاوي سرو واردوونکو او د کرنې برخې پر سوداګرو ۳.۹میلیارډه افغانۍ وېشلي دي. له دغو چوپړونو څخه په ۳۲ ولایتونو کې ۵۳زره او ۴۵۱ بزګران په مستقیم ډول برخمن شوي دي.
د کرنې د پراختیا صندوق د افغانستان د کرنې د سکټور د تمویل مخکښ مرجع بلل کیږي، چې مرکزي دفتر یې په کابل کې ده او په بلخ، هرات، کندهار او ننګرهار کې هم سیمه ییز دفترونه لري.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت