د بوديجې دلګولو په غونډه کې مطرح شوه؛ د کرنې وزارت د پراختيايي بوديجې دلګولو کچه ۶۲ سلنې ته رسېدلې ده

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۹:۵۱
د بوديجې دلګولو په غونډه کې مطرح شوه؛ د کرنې وزارت د پراختيايي بوديجې دلګولو کچه ۶۲ سلنې ته رسېدلې ده

۵ لړم ۱۳۹۹
 د کرنې وزارت د سرپرست او نوماند وزير ډاکټر انوار الحق احدي په مشری او د اړوندو چارواکو په شتون کې، دکرنې وزارت د پراختيايي بوديجې د مصرف په هکله غونډه وشوه.
په دې غونډه کې، د کرنې وزارت د پراختيايي بوديجې په لګولو تر خبرې وروسته د ۱۴۰۰ مالي کال د پراختيايي بوديجې په هکله هم وړانديزونه وړاندې شوه.
په پيل کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستيال عبدالهادي رفيعي، د پراختيايي بوديجې پر لګولو، د پروژو پر وضعيت او دکال دپلانونو په هکله معلومات وړاندې کړه.
ښاغلی رفيعي وويل، چې اوسمهال د کرنې وزارت د پراختيايي بوديجې د مصرف کچه ۶۲ سلنې ته رسېدلې ده او دکال ترپايه هلې ځلې کيږي، چي وزارت خپل ټاکلي موخې ته ورسيږي.
 په همدې حال کې د کرنې وزارت سرپرست د بوديجې معقول او اغېزناک لګولو ته په اشارې سره ټينکار وکړ چې، د کال تر پايه بايد وزارت خپلې موخې ته ورسيږي. دغه راز  ښاغلی احدي په دې غونډه کې د راتلونکي کال د بوديجې دښه والي په موخه خپل لارښوونيز نظريات هم وړاندې کړه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د سرپل د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ موظف پلاوي د عوایدو د وضعیت د هر اړخیزې ارزونې، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

بازگشت