په ۲۸ ولایتونو کې د پستې زر هکټاره بڼونه جوړ شوي دي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۹:۴۷
په ۲۸ ولایتونو کې د پستې زر هکټاره بڼونه جوړ شوي دي

۵ لړم ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د روان مالي کال له پیل څخه تر دې دمه په ۲۸ ولایتونو کې د پستې د زر هکټاره بڼونو د جوړولو په پار د پستې تخمونه وېشلي دي.
دغه بڼونه د کابل، غزني، وردګ، لوګر، بامیان، دایکندي، پکتیا، بلخ، جوزجان، سرپل، سمنګان، بغلان، بدخشان، تخار، فاریاب، کندز، ننګرهار، کونړ، لغمان، هرات، پکتیکا، ارزګان، کندهار، هلمند، فراه، بادغیس، نیمروز او زابل په ولایتونو کې جوړ شوي دي.
په همدې توګه د روان مالي کال په ترڅ کې د غزني، لوګر، پکتیا، بلخ، جوزجان، سرپل، سمنګان، بغلان، بدخشان، تخار، فاریاب، کندز، ننګرهار، کونړ، لغمان، هرات، خوست، پکتیکا، ارزګان، کندهار، هلمند، فراه، بادغیس او زابل په ولایتونو کې د پستې ۲۸۵ هکټاره بڼونه هم پیوندیږي. ددغو بڼونو د پیوند لړۍ پیل شوې ده او دکال تر پایه تمامیږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت