په افغانستان کې د نړيوال بانک له رييس سره د کرنيزو پروژو پر تمويل د کرنې وزارت د سرپرست ويډيويي خبرې اترې

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۴ - ۲۱:۵
گفت‌وگوی ویدیویی سرپرست وزارت زراعت با رییس بانک جهانی در افغانستان درباره‌ی تمویل پروژه‌های زراعتی


۲۵ تله ۱۳۹۹
د کرنې وزارت سرپرست او نوماند وزير ډاکټر انوارالحق احدي، په افغانستان کې د نړيوال بانک له رييس هنري کارالي سره د ويډيو کانفرانس له لارې دهغو پروژو او برنامو په هکله چې ددې بانک له خوا تمويليږي خبرې وکړې.
په دې کنفرانس کې د نړيوال بانک د خوړو او کرنې نړيوال رييس لوراني لونچي، په افغانستان کې د نړيوال بانک عملياتي رييس هما زهرا فتوحي او د افغانستان لپاره دنړيوال بانک په دفترکې د کرنې د سکټور مسوول امان الله علیمزی شتون درلود.
په دې ويډيو کنفرانس کې، د کرنې وزارت سرپرست د کرنې وزارت د پروژو دتمويل په برخه کې د نړيوال بانک له مرستو قدرداني او مننه وکړه.
ښاغلی احدي وويل، چې د يوشمېر پروژو په پلي کولو کې دشته ستونزو د هوارولو په پار عملي ګامونه وچت شوي دي او شته ستونزې به هوارې شي.
په دې کنفرانس کې، په افغانستان کې د نړيوال بانک رييس د کرنې وزارت د پروژو پر تمويل ټينګار وکړ او وويل، چې د امېد پروژه او د کرنې او خوړوخونديتوب بېړنۍ پروژې ملاتړ او تمويلوي.
نړيوال بانک په افغانستان کې د کرنې په سکټور کې ديوشمېر پروژو تمويلوونکی دی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د سرپل د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ موظف پلاوي د عوایدو د وضعیت د هر اړخیزې ارزونې، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

بازگشت