دکرنې وزارت سرپرست د «Roots of peace» له مسوول سره په لیدنه کې

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۹ - ۱۵:۲۰
ملاقات سرپرست وزارت زراعت با مسوول نهاد بازاریابی
دکرنې وزارت سرپرست د «Roots of peace» له مسوول سره په لیدنه کې؛
تولیداتو لپاره د بازار موندنې پر اړتیاوو خبرې اترې
۹ تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر انوارالحق احدي دخپل کار په دفتر کې په افغانستان د بازارموندنې بنسټ د سولې ریښې «Roots of peace» له مسوول حامد انصاري سره وکتل.
د «Roots of peace» د بازارموندنې د بنسټ مسوول، د کرنې وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې «CBARD»لپاره د بازارموندنې په برخه کې د خپلو راتلونکو برنامو او فعالیتونو په هکله د کرنې وزارست سرپرست ته معلومات ورکړ.
په همدې حال کې، ډاکټرانوارالحق احدي تولیداتو لپاره د بازارموندنې، تخنیکي مرستو او د خصوصي سکټور د شتون پر اړتیا ټینګار وکړ.
باید وویل شي، چې د سولې ریښې «Roots of Peace» د بازارموندنې بنسټ د کرنې وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې د بازارموندنې مسوولیت لري.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت