د کرنې وزارت سرپرست ته د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا د پروژې راپور وړاندې شو

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۱۵:۵۲
د کرنې وزارت سرپرست ته د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا د پروژې راپور وړاندې شو
۵ تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اړوندو پروژو د بشپړ جزیاتو د وړاندې کولو په لړ کې، نن د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا « CBARD» پروژې مشر محمدجواد صاحب‌زاده د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ته ددې پروژې د لاسته راوړنو، ننګونو، فعالیتونو، کاري سیمو او راتلونکو برنامو په هکله بشپړ مالومات وړاندې کړ.
د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ زارت له لارې د بادغیس، فراه او ننګرهار په ولایتونو کې د مېوو د نویو بڼونو جوړول، د اوبولګولو سیسټمونه جوړول، شنې خونې جوړول او یوشمېر نورو کرنیزو فعالیتونو په برخه کې کار کوي. دغه پروژه تر ۲۰۲۲ام کال پورې ادامه لري. ددې پروژې تمویل کوونکی د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره « UNDP» ده.
د کرنې وزارست چارسمبال د راپور له تر لاسه کولو وروسته، د ننګونو د هوارولو او د ملګروملتونو له پراختیایي ادرې « UNDP» سره د همغږیو په لا پیاوړتیا ټینګار وکړ او وویل، چې د پروژو د پلي کېدو په برخه کې د ۱۳۹۹یم مالي کال د برنامو پر اساس باید عمل وشي او د غوره چوپړونو د وړاندې کولو په پار د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره هم باید منظمې برنامې تر لاس لاندې ونیول شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۱۲
Background image

نورستان کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو او حبوباتو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه د یاد ریاست په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۸
Background image

هلمند ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر؛ خانشین ښاروالۍ ته د زر جریبه ځمکې د لېږد بهیر پیل شو

۲۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ښاري پراختیا او منظمې ابادۍ د بهیر د چټکتیا په موخه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړی پلاوی هلمند ولایت ته سفر کړی،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۴:۵۹
Background image

بلخ کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي لپاره د کنو پر ضد دوه ورځنی ستر ورکشاپ ترسره شو

۲۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د کنو  پر وړاندې د مبارزې او د کانګو وینې بهوونکې تبې د مخنیوي په موخه دوه ورځنی. . .

بازگشت