د غزني د آلوبخاروو حاصل څه باندې دوه زره ټنو ته ورسېد

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۲۲:۳۰
حاصلات آلوبخارای غزنی به بیش از دوهزار تُن رسید


۳ تله ۱۳۹۹
د غزنې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رایاست وایي، چې سږکال د الوبخاروو له ۲۶۰ بڼونو څخه څه باندې دوه زره متریک ټنه حاصل تر لاسه شوې ده.
د غزنې د کرنیزو چارو امر عبدالولي کوچې وايي، چې د غزنې په ولایت کې د الوبخارا څلور ډولونه کرل شوي دي، چې تر ټولو نوموتي هغه یې «دل ګنجشک» دی او نړیوال بازار لري. د هغه په خبره، د غزني آلوبخارا له هېواده بهر هند، پاکستان، متحده عربي امارات، انګلستان، امریکا او کانادا ته هم صادریږي.
د «پدیده غزنه» د شرکت مسوول حیات الله شفاهي وايي، چې د نورو ولایتونو په پرتله په غزنې کې آلوبخارا ډېر تولیدیږي. هغه وویل، چې ددې ولایت آلوبخارا لوړه بیه لري، چې دمګړۍ د غزني په بازارونو کې یوه کیلو وچ آلوبخارا په ۲۰۰ افغانیو خرڅیږي.
ښاغلی شفاهي وویل، چې د غزني د آلوبخاروو د تولید او پروسس په برخه کې لویه ستونزه بسته بندي ده. هغه وویل، چې داستونزه ددې لامل شوې، چې ددې ولایت آلوبخارا په غېرمعیاري ډول او په ټیټه بیه له هېواده بهر بازارونو ته صادر او وپلورل شي.
د «پدیده غزنه» شرکت د فصل د راټولو په موسم کې د ورځې په منځنۍ کچه تر ۱۰۰ منه آلوبخارا پروسسوي او ددې محصول په پروسس کې مېرمنې اساسي ونډه لري.
فریبا مهرزاد هغه مېرمن ده، چې په دې شرکت کې د آلوبخارا د پروسس په برخه کې کار کوي. هغه وویل، چې په دې شرکت کې په کار کولو سره توانیدلې ده، چې د خپلې کورنۍ یوشمېر اقتصادي ستونزې هوارې کړي.
د هېواد په کچه د الوبخاراوو څلور زره او ۲۹۴ بڼونه شتون لري، چې د في هکټار حاصل یې اووه مټریک ټنه اټکل شوې ده.
آلوبخارا د کابل، غزني، لوګر، پروان، کندهار، زابل او میدان وردګو په ولایتونو کې تولیدیږي. په دې ډله کې غزني تر ټولو زیاد او باکیفیته آلوبخارا تولیدوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت