دکرنې سرپرست او نوماند وزير دلغمان له والي سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۱۹:۸
۲تله ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند وزير ډاکټر انوارالحق احدي، نن دخپل کار په دفتر کې دلغمان والي رحمت الله يارمل سره وکتل.
په دې ليدنه کې د لغمان والي د کرنې وزارت سرپرست او نوماند وزير ته د کرنې د سرپرست وزير په توګه دده د نوي دندې مبارکي وويل او ښاغلی احدي ته په دې وزارت کې په چارو کې د لا بريا هيله وکړه.
رحمت الله يارمل دغه راز وويل، چې لغمان د ښو کرنيزو ولايتونو له ډلې څخه ده، چې په کې دکرنې په برخه کې پانکونې او لا ډېرو کرنيزو پروژو پلي کېدو ته زمينه برابره ده. ښاغلی يارمل د کرنې له سرپرست وزير څخه د لغمان په يوشمېر ولسواليو کې د ترويجي ودانيو، يو ستر څېړنيز فارم جوړولو او دغه راز ددې ولايت په يوشمېر سيمو کې د اوبولګولو د لويو پروژو د پلي کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې، د کرنې سرپرست او نوماند وزير ډاکټر انوارالحق احدي وويل، ددې لپاره چې لغمان د کرنې سکټور د پراختيا لپاره فوق العاده فرصت لري، بوديجوي امکاناتو ته په کتو هلې ځلې کوي، چې په راتلونکو کلونو کې ددې ولايت دکرنې په بېلابېلو برخو کې خپلې برنامې پلي کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

کندهار کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالی په باغ عمري سیمه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې د ۶ میلیونه افغانیو په. . .

بازگشت