لوګر کې د کرنیزو محصولات مدیریت اړوند ۲۲۶ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
لوګر کې د کرنیزو محصولات مدیریت اړوند ۲۲۶ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول


۲۵ وږی ۱۳۹۹
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند د ۲۲۶ پروژو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
ددغو پروژو ټولیز لګښت ۱۲۲ میلیونه افغانۍ دي، چې پرون د لوګر ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالله تسل وایي، چې په دغو بشپړ شویو پروژو کې د پیازو ۹۱ زېرمتونونه، د کچالو ۷۹ زېرمتونونه او ۲۸ ممیزخونې جوړول او د سبو او مېوو ۲۸ وچوونکي دستګاوې وېشل شامل دي. دغه نوي پروژې د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې پلي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په لوګر ولایت کې یادې کرنیزې پروژې پلي کېدل ددې ولایت د بزګرانو او بڼوالو د خوښۍ لامل شوي دي. دوی وایي، چې یاد کرنیزې برنامې کولای شي، چې د کرنې په میکانیزه کولو او وده کې رغنده رول ولوبوي او د ولایت په کچه د اقتصادي ودې لامل شي.