بلخ کې څه باندې درې زره مېرمنې کرکېله کوي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۱ - ۱۵:۴۶
بیش از سه هزار خانم در بلخ مصروف زراعت‌اند
 
۱۱ وږی ۱۳۹۹
د کرنې وزارت، خپل د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې د بلخ ولایت په مرکز او ۱۲ ولسوالیو کې څه باندې درې زره مېرمنو ته په کروندو کې د کار زمینه برابره کړې ده.
دغه مېرمنې په هغو کورنیو باغچو کې کار کوي، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا ورته جوړې شوي دي. دغه راز دکرنې وزارت دغو مېرمنو ته د بېلابېلو سبو د کرکېلي، پالنې او حاصل ټولولو لارې چارې ښودلي دي.
دغه مېرمنې چې تر دې وړاندې د کاري فرصتونو له نه شتونه کړېدل اوس د خپلو کورنیو د نارینوو ترڅنګ د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کوي او دخپلو کورنیو د اقتصادي ودې په پار هلې ځلې کوي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه دغو مېرمنو ته د کورنیو باغچو په جوړولو سره پر دوی د سبو ۱۶ ډوله تخمونه وېشلي دي. دغه راز ددغو مېرمنو له ډلې یوشمېر هغو ته یې په بېلابېلو سایزونو ګلخونې او د سبو او مېوو د پروسس مرکزونه هم جوړ کړي دي.
د بلخ ولایت یوشمېر کروندګرې مېرمنې ددې ولایت نورو ولسوالیو کې هم مېرمنو لپاره د کرنې وزارت د لا ډېرو مرستو غوښتونکې دي.
دوی وایي، یوه لاره چې تر دې دمه مېرمنې توانېدلي دي، چې د خپلو کورنیو د نارینه و ترڅنګ په خپل ژوند کې مثبت بدلون ایجاد کړي په کرونده او د کورنیو باغچو په برخه کې کار کول دي.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه «NHLP» تر دې وړاندې په نورو ولایتونو کې زرګونو نورو مېرمنو ته هم ورته چوپړونه وړاندې کړي دي، چې ښې لاسته راوړنې هم لري.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۰:۴۹
Background image

سوېل‌ختیځو ولایتونو د کرنې وزارت له لوري کډوالو ته د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شو

۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د پرېکړې له مخې، په ټول هېواد کې بېوزلو راستانه شویو کډوالو ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۰:۴۵
Background image

روزګان کې یوشمېر بڼوال او بزګران وروزل شول

۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د روزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د حفاظي مديرانو مرکز ترينکوټ په بېلابېلو سيمو  کې بڼوالو او بزګرانو ته په بڼونو کې د ناروغيو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۰:۳۸
Background image

کندز کې راستنو شویو کډوالو ته د نغدي او خوراکي مرستو د وېش بهیر پیل شو

۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کندز ولایت د ښاروالۍ په چمن کې، راستنو شویو کډوالو ته د نغدي او خوراکي مرستو د وېش بهیر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي. . .

بازگشت