د هلمند ناوې ولسوالۍ کې د لسګونه جریبه ځمکو د تخریب مخه نیول کیږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۹ - ۱۳:۳۰
د هلمند ناوې ولسوالۍ کې د لسګونه جریبه ځمکو د تخریب مخه نیول کیږي
 
۲۹ زمری ۱۳۹۹
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د ناوې ولسوالۍ د نګارین په سیمه کې د هلمند د سیند د اوبو د زیاتېدو پروخت د خلکو کرنیزې ځمکې تر اوبو لاندې کېدلې او هر کال به لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې او کروندې له منځه تلل او تخریبېدل.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وویل، چې دغې ستونزې ته په کتو د هلمند دکرنې ریاست له خوا د ناوې ولسوالۍ د نګارین په سیمه کې د کرنیزو ځمکو د خوندي کولو په پار د یوې ګبیوني پروژې چارې پیل شوي دي، چې د بشپړېدو په درشل کې دي.
ښاغلی الکو وویل، چې دغه پروژه د کرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه د هلمند ولایت د مقام په همکارۍ د کرنې ریاست له خوا پلي کیږي، چې د اوبو د زیانونه مخه ونیول شي او ترڅنګ یې د کروندګرو کروندې او ځمکې هم خوندي شي.
د زلمي الکو په خبره ددې ولسوالۍ د کرنې د ودې په موخه نورې پروژې هم پلي شوي دي، چې په پلي کولو سره یې ددې ولسوالۍ د بزګرانو ډېرې ستونزې هوارې شوي دي. هغه وویل، چې د نویو پروژو په پلي کېدو سره به ددې ولسوالۍ د بزګرانو یوشمېر نور شته ستونزې هم هوارې او د دوی اقتصاد به ور سره وده وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۶
Background image

خوست کې د اقتصادي ځان‌بسیاینې پروګرام؛ ۱۵ مستحقو کورنیو ته د خیاطۍ او لبنیاتو پروسس توکي ووېشل شول

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا او د بېوزلو کورنیو د اقتصادي ځان‌بسیاینې په موخه ۱۵. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۲
Background image

د پکتیا په مرکز او دوو ولسوالیو کې یوشمېر اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا په موخه د مرستو وېش

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۱
Background image

ننګرهار کې د کډوالو او بېوزلو کورنیو د ملاتړ پروګرام؛ ۲۸ کورنیو ته نسلي وزې ووېشل شوې

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ د ودې او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په موخه د جلال‌اباد ښار په اتمه ناحیه کې ۲۸. . .

بازگشت