کرنیزو تولیداتو ته د بازارموندنې په پار سعودي عربستان کې له افغان سفیر سره خبرې وشوې

user-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۷ - ۱۷:۸
کرنیزو تولیداتو ته د بازارموندنې په پار سعودي عربستان کې له افغان سفیر سره خبرې وشوې


۲۷ زمری ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري په سعودي ‏عربستان کې افغان سفیر احمد جاوید مجددي سره د ویډيو کنفرانس له لارې  په دغه هېواد کې د افغاني کرنیزو تولیداتو د ‏بازارموندنې،په  کرنیز سکټور کې د پانګونې  او د کرنیزو نندارتونونو پر جوړولو خبرې اترې وکړې.‏
ددې ویډیو کنفرانس په لړ کې ښاغلي غفوري په سعودي ‏عربستان کې افغان سفیر احمد جاوید مجددي ته وویل، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې، بڼوالۍ او اوبولګولو په بېلابېلو برخو کې پروژې لري، چې ددغو پروژو ټول معلوماتي بسته به په سعودي عربستان کې افغان سفارت ته ‏ولیږل شي، ترڅو هلته ورته کرنیز نندارتون جوړ او بازارموندنه يې وشي. ښاغلی غفوري دغه راز په خپلو خبرو کې وویل، که سعودي عربستان وغواړي کولئ شي، چې  زموږ پر ‏کرنیز سکټور پانګونه وکړي  او یا موږ سره مالي او تخنیکي همکارۍ وکړي تر څو وتوانیږو چې خپل کرنیز تولیدات سعودي عربستان او نورو هېوادونو ‏ته صادر کړو.
د کرنې وزارت سرپرست او د طبیعي سرچینو او اوبولګولو مرستیال وویل، سعودي عربستان کولای شي، چې د کمال خان بند اړوندو سیمو ۱۷۰ زره جریبه ځمکه کې د خپل اړتیا وړ کرنیز توکي وکري او یا موږ ته سپارښتنه وکړي، چې د دوی د اړتیا وړ  کرنیز توکي وکرو  او محصولات یې پر دوی وپلورو. هغه دغه راز وویل، د شمال دښتې چې ۵۰۰ زره هکټاره ځمکې لري او په راتلونکې کې د خوشتیپي کانال له لارې خړوبیږي، د کرنې وزارت کولئ شي، چې داسیمې د سعودي عربستان پانګوالو ته په واک کې ورکړي او یا د دوی د سپارښتنې سره سم موږ کولای شو دوی ته کرنیز توکي چمتو کړو.
دکرنې وزارت سرپرست او د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري زیاته کړه، سعوي عربستان کولئ شي، چې په افغانستان کې د برنډ جوړولو او بسته بندۍ یو مرکز جوړ کړي او افغان کرنیز محصولات په کې بسته بندي او نورو هېوادونو ته یې ولیږي.
په همدې حال کې سعودي عربستان کې افغان سفیر احمدجاوید مجددي ډاډ ورکړ، چې په سعودي عربستان کې به د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته د بازارموندنې ترڅنګ په کرنیز سکټور کې د پانګونې د جلبولو په برخه کې هم پوره همکارۍ کوي. ښاغلی مجددي وویل، چې دی به د سعودي عربستان شاهي مشرتابه او ولیعهد او  دغه راز دافغانستان دکرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ګډون د سوداګرۍ  او صنایعو وزارت سره خبرې کوي او دا زمینه به برابروي، چې افغان دولت د سعودي عربستان شاهي حکومت سره اړوندو ځانګړو برخو کې هوکړې ته ورسیږي.
  سعودي عربستان د کال نهه میلیارډه ډالر کرنیز ‏واردات لري، دا  د افغانستان کرنیز سکټور ته ښه موقع ده، چې خپل تولیدات په کم وخت او په لنډ واټن کې د سعودي عربستان تر ‏بازارونو ورسوي.
باید وویل شي، چې تر دې مخکې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ ګډ کمیسیون جوړ شوې وه، چې موخه يې د سعودي عربستان مارکېټونو ته د ‏افغانستان د کرنیزو تولیداتو رسول و.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت