د روڼتیا تأمین او تدارکاتو په غونډه کې مالي او اداري مرستیال: تدارکاتي قانون او مقررې رعایتول اجباري دي او روڼتیا رامنځته کوي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۵ - ۱۶:۲۱
معین مالی و اداری در جلسه‌ی تدارکات و تأمین شفافیت: رعایت قانون و مقرره‌های تدارکاتی اجباری است و شفافیت را تأمین می‌کند

۲۵ زمری ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال عبدالهادي رفیعي په مشری «په تدارکاتي پړاوونو کې د لا دقت، چټکتیا او روڼتیا رامنځته کولو د همغږی» غونډه، نن د کرنې وزارت د اړوندو برنامو او پروژو د رییسانو او د ارزونې د پلاوي په شتون کې په لاره واچول شوه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالهادي رفیعي وویل، افغانستان یو کرنیز هېواد دی، چې ډېری خلک یې د کرنې له لارې خپلې اړتیاوې پوره کوي، په همدې موخه د هېواد ولسمشر هم د کرنې سکټور ته ډېره پاملرنه کوي، چې ښه بېلګه یې د کرنې وزارت له لارې دکرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې پلي کول دی.
ښاغلی رفیعي د غونډې ګډونوالو ته یو لړ محدویتونه وړاندې او دوی ته او سپارښتنې وکړې. هغه وویل: «د آفر پرانیستلو په ورځ له قید او شرط پرته د آفر پرانیستلو د پلاوي ټول غړي باید شتون ولري، د ادارې د افر پرانیستلو معیاري فورمې دې ډک او په دقت سره دې روښان چسپ ولګول شي، د تدارکاتو چارواکي حق نه لري، چې د افر له پرانیستلو وروسته پرانیستل شوي افرونه دې په خپلو دفترونو کې وساتي. هغوی باید پرانیستل شوي آفرونه د ارزونې پلاوي ته وسپاري.»
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال زیاته کړه: «د ارزونې کمېټې په دې مکلف دي، چې د افر پرانیستلو له غونډې وروسته له ځنډ پرته افرونه ترلاسه او ارزونې پیل کړي او د پروژو ارزونه دې له وړاندوینې سره سم په یوه میاشت کې بشپړ کړي او که د تدارکاتو د کړن لارې د وړاندوینې پر اساس د پروژو ارزونه پر خپل وقت ترسره نه شي، د ارزونې د اړوندې کمېټې سره قانوني چلند کیږي.»
د کرنې وزرات مالي او اداري مرستیال وویل، چې د تدارکاتو دکړن لارې او قانون د وړاندوینې له مخې د ارزونې د پلاوي غړي په بشپړه توګه خپلواک دي او هیڅ څوک او یا کوم چارواکي نه شي کولای، چې پر دوی فشار راوړي او یا له خپل موقف څخه په ګټنې سره د خپل شخصي ګټې لپاره د ارزونې د پلاوي غړي د قانون له پلي کېدو ورګرځوي او دوی تر فشار لاندې ونیسي.
عبدالهادي رفیعي وویل: «زما په ګډون هیڅ څوک نه شي کولای، چې د ارزونې پر کمېټې فشار واچوي، که د ارزونې کمېټې له یادو مواردو سره مخ کیږي، دوی دې له ځنډ پرته موضوع له ما او یا د وزارت له مشرتابه سره شریک کړي ترڅو قانوني کړنې تر سره شي.»
دغه راز د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د تدارکاتو مشر او د پرختیایي برنامو چارواکو ته سپارښته وکړه او وویل، کوم کسان چې په مالي او حقوقي چاروکي پوهه او تدارکاتي او تخنیکي مهارتونه ولري ماته یې ور وپېژني ترڅو په راتلونکې کې له یادو کسانوڅخه د پروژو د ارزونې د غړو په ترکیت کې ګټه پورته شي.
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
1,073
People Reached
58
Engagements

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۹:۳۵
Background image

د هلمند ناوې ولسوالی کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کنترول او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو له امله د زیانمن شویو سیمو د کنترول او عامه پوهاوي په موخه یو ورځنی سیمینار د هلمند ولایت د ناوې په ولسوالی کې ترسره کړ. په دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۹:۶
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم  کې د غنمو شپږ ډوله اصلاح شوي تخمونه تولید شوي

د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت د څېړنو عمومي مدیریت په جوارسل څېړنیز فارم کې د غنمو شپږ ډوله اصلاح شوي تخمونه تولید کړي دي.
یاد اصلاح شوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۸:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې د للندر (شاه توت) بند د ځمکو د تصفيې او بیې ټاکنې په موخه تعقیبيغونډه دايره شوه


۱۷ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش

۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ  ریاست کې د للندر (شاه توت) بند د ځمکو د تصفيې او  بیې ټاکنې په موخه غونډه دايره شوه . په دغه غونډه کې د کرنې. . .

بازگشت