ګردیز کې د شېدې ټولولو او پروسس د یو ستر مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۱۳:۲۲
ګردیز کې د شېدې ټولولو او پروسس د یو ستر مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې
۲۲ زمری ۱۳۹۹
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې ددې ولایت په مرکز ګردیز کې د شېدې ټولولو او پروسس د یو ستر مرکز د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه. په هغه غونډه کې، چې ددې مرکز د جوړېدو د بنسټ اېښودلو په موخه جوړه شوې وه، د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي، د پکتیا د کرنې رییس انجنیر محمدالدین مومند، د سکټور رییس انجنیر بهایي جان یار او ددې ولایت یوشمېر نورو چارواکو ګډون درلود.
د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې، ددې ولایت لپاره د کرنې وزارت هلې ځلې او فعالیتونه وستایل او وویل، چې د شېدې ټولولو او پروسس یاد مرکز به د مالدارانو د لبني محصولاتو د عرضه کولو ستونزې هوارې او د مالدارنو عواید به ور سره زیات شي.
په همدې حال کې د پکتیا د کرنې رییس انجنیر محمدالدین مومند وویل، د شېدې ټولولو دغه مرکز چې دکرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه جوړیږي، د جوړولو لګښت یې ۳.۲ میلیونه افغانۍ ده. دغه مرکز چې په ۲۴ ساعتونو کې له درې تر پنځه زره لېټره شېدې د ټولولو او پروسس په وړتیا سره جوړیږي عصري خونې، د زېرمې خونه، او ګدام لري.
د یادو مرکزونو د جوړولو موخه د مالدارۍ د تولیداتو له لارې د خوړو خوندیتوب دی.
ښاغلی مومند وایي، چې د شېدې ټولولو یاد مرکز په مستقیمه توګه له کلیوالو مالدارانو شیدې راټولوي او په دې مرکز کې یې پروسسوي، چې هم د کلیوالو مالدارانو د اقتصادي ودې لامل کیږي او هم په هېواد کې د لبنیاتو د پروسس د پراختیا په برخه کې د پام وړ مرسته کوي.
د چارواکو په خبره د دغو مرکزونو جوړېدل د لبنیاتو د پراختیا او کاروبار په برخه کې یو مثبت ګام دی. دوی زیاتوي، چې د شېدې ټولول او شېدو ته بازارموندنه کولای شي، چې د مالدارانو اقتصاد ته وده ورکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت