کرنې وزارت په هلمند کې ۳۰۰ مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۰ - ۱۳:۴۰
کرنې وزارت په هلمند کې ۳۰۰ مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې
۲۰ زمری ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په مرکز لښکرګاه او ناوې ولسوالۍ ۳۰۰ بېوزلو مېرمنو ته د کارزمینه برابره کړې ده.
دغه مېرمنې ددې ولایت په مرکز او ناوې ولسوالۍ کې په کروندو کې په کار بوخت دي.
دغه کاري فرصتونه مېرمنو ته د بېلابېلو مېوو او سبو د کرکېلي په پار د کورنیو باغچو په جوړولو سره برابرې شوي دي.
کومې مېرمنې چې اوس په دې ولایت کې د سبو او مېوو د کرکېلي په برخه کې فعالیت لري، تر دې وړاندې په کورونو کې اوزګار ناست ول.
د هلمند د کرنې ریاست د بشري مرستو برابرولو خیریه موسسې په همکارۍ دغو مېرمنو ته د کورنیو باغچو په جوړولو سره پر دوی د سبو لس ډوله تخمونه او کیمیاوي سرې هم وېشلي دي.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې مېرمنو ته د کارموندنې په موخه د نورو فعالیتونو ترڅنګ د کورنیو بڼګیو او نوي بڼونو د جوړولو په برخه کې هم کار کوي. ددې پروژې د پلي کولو موخه په دې ولایت کې د کورنیو باغچو وده او پراختیا او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د قدرتي سرچینو لوی رییس د ګذرګاه اول له کرنیز بڼ څخه لیدنه وکړه

۲۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د قدرتي سرچینو لوی رییس مولوي حسین احمد مدني، د دغه وزارت د اطلاعاتو، عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۱۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ازبیکستان د اندیجان ولایت له والي سره وکتل

۲۱ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، ازبیکستان ته د خپل کاري سفر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۱۰
Background image

ننګرهار کې ۵۲۳ زره څارويو د طبق ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو

۲۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۳۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالی همکارۍ، د دغه ولایت په. . .

بازگشت