د ننګرهار په ۱۱ ولسوالیو کې د جوارو ننداریزې قطعې جوړیږي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۴/۷ - ۲۳:۱۶
د ننګرهار په ۱۱ ولسوالیو کې د جوارو ننداریزې قطعې جوړیږي


۷ چنګاښ ۱۳۹۹
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د « SNaPP2» پروګرام په همکارۍ ددې ولایت د ۱۱ ولسوالیو یوشمېر مخکښو بزګرانو ته د جوارو ننداریزې قطعې جوړوی.
دننګرهار د کرنې رییس انجنیر انعام الله صافی وایي، چې ددغو ننداریزو قطعو د جوړولو په پار د ننګرهار د ۱۱ ولسوالیو پر ۴۳۰ مخکښو بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې رییس انجنیر انعام الله صافی وویل، چې د جوارو ننداریزې قطعې د کتار په ډول جوړیږي او ترڅنګ یې دکرنې وزارت د « SNaPP2» پروژې له خوا بزګرانو ته د جوارو د کرکېلي په هکله عملي او نظري زده کړې هم ورکول کیږي.
باید وویل شي، چې په عصري سیستم د جوارو کرکېله او د جوارو هایبريډ تخمونو کرل د جوارو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راولي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چرګانوپالنې په سکتور کې پر ځان‌بسیاینې ټینګار وکړ

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د چرګانوپالنې سکتور له فارم‌لرونکو او سوداګرو سره په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۱
Background image

هلمند کې د درېیو زهکشۍ کانالونو د پاکولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د لښکرګاه ښار د بولان سیمې او د ګرشک او سنګین ولسوالیو اړوند د درېیو زهکشۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د کرنیزو زېربناوو د پراختیا ۱۹ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د میدان وردګو د کرنې ریاست وایي، چې د دې ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د کرنیزو زېربناوو د پراختیا، د اوبولګولو د سیستمونو. . .

بازگشت