سږکال د کندز د هندواڼو حاصل نږدې ۱۰۰ زره ټنو ته رسیږي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۲ - ۱۱:۱۴
سږکال د کندز د هندواڼو حاصل نږدې ۱۰۰ زره ټنو ته رسیږي
۲۱ غبرګولی ۱۳۹۹
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ارزونې او وړاندوینې ښیي، چې په دې ولایت کې د هندواڼو د پالیزونو د حاصل سږنۍ کچه به نږدې ۱۰۰ زره ټنو ته ورسیږي.
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالهادي قرلق وایي، چې سږکال د هندواڼو پالیزونو لپار اقلیمي شرایط ښه و او دغه راز د هندواڼو کرکېله هم زیاته شوې ده. هغه وویل: «سږکال په نږدې درې زره او ۴۶۰ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوې، چې د تولید کچه یې څه باندې ۱۰۰ زره مټریک ټنه اټکل شوې ده.»
تېرکال د کندز په درې زره او ۳۳۴ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوې وې او د ارزونې له مخې له دغو کروندو څخه نږدې ۹۳ زره او ۳۵۲ ټنه هندواڼې لاسته راغلل.
د کندز د کرنې رییس وویل: «سږکال د هندواڼو د کرکېلي کچه نږدې ۱۲۶ هکټاره زیاته شوې ده او په همدې توګه د اټکل له مخې د هندواڼو په تولید کې به هم نږدې اووه زره ټنه زیاتوالی راشي.»
د کندز د کرنې رییس زیاته کړه، چې سږکال د خټکیو پالیزونه هم نږدې ۱۷ هکټاره زیاته شوې ده. هغه وویل: «په روان کال کې د خټکیو د کرکېلي سیمې نږدې څلور زره او ۳۶۵ هکټاره او تولید یې هم نږدې ۱۰۲ زره او ۴۰۰ ټنه اټکل شوې ده.»
په همدې حال کې یوشمېر بزګران وایي، چې سږکال د هندواڼو او خټکیو د حاصلاتو کچه ډېر ښې ښکاري.
دګل تپې ولسوالۍ یو تن بزګر ظریف چې ۲۸۰ جریبه ځمکه کې یې هندواڼې او خټکي کرلي وایي، چې سږکال به یې د حاصلاتو کچه ډېر وي. هغه وویل، چې په معمولي ډول سږکال یوه هندواڼه ۱۶ کیلو ګرام وزن لري. دغه بزګر د حاصلاتو پر زیاتوالي خوښ دی خو وایي: «موږ له دولته خواړو چې له موږ سره همکاري وکړي، ترڅو زموږ هندواڼې او خټکي په ټیټه بیه ونه پلورل شي او باید موږ ته سړې خونې جوړې شي تر څو موږ خپل محصولات د بازار اړتیاو ته په کتو بازار ته وړاندې کړو.»
په همدې حال کې د کندز د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت بزګران ملاتړ شوي دي او په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوي دي. د کندز د کرنې ریاست په خبره د پیازو د ۱۰۴ زېرمتونونه، د کچالو ۱۵ زېرمتونونه، ۱۰۲ ممیزخونې او د سارک موډل صفر انرژۍ پنځه سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوي چې، ټاکل شوې تر راتلونکو څو میاشتو پورې به یې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. خو باید وویل شي، چې دغه زېرمتونونه د هندواڼو او خټکیو د ساتلو ځانګړتیا نه لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۶
Background image

کندهار کې ۱۲۸ زره لوی او کوچني څاروي د پرازیټونو پر ضد درمل شول

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ او د ولسوالیو د مسلکي پاراوټرانو په تطبیقي همکارۍ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۵
Background image

کندهار کي د توتو حاصلاتو ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت وایي، په کندهار کي د توتو د حاصلاتو له رسېدو سره ګڼو کسانو ته د کار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۴
Background image

میدان وردګو کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه د یاد. . .

بازگشت