د کرنیزو محصولاتو د مدیریت برنامه نورستان ولایت ته هم ورسېد: په نورستان کې د ۱۴ پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۸ - ۱۳:۵
د کرنیزو محصولاتو د مدیریت برنامه نورستان ولایت ته هم ورسېد: په نورستان کې د ۱۴ پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوې

د کرنیزو محصولاتو د مدیریت برنامه نورستان ولایت ته هم ورسېد:
په نورستان کې د ۱۴ پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوې
۲۸ غویی ۱۳۹۹
د نورستان په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو دمدیریت د پروژې چارې رسماً پیل شوې.
د دغو پروژو د بنسټ ډبره د نورستان والی حافظ عبدالقیوم، د نورستان سیمه ییزو چاراکو، د پرمختیایي شوراګانو استازو، قومي مخورو، د مدني ټولنو استازو او یوشمېر بزګرانو په شتون کې کېښودل شول.
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالوهاب نسیمي وایي، چې ددې برنامې په اډانه کې د نورستان بزګرانو لپاره د اته میلیونه او ۶۱۷ زره او ۱۸۲ افغانیو په لګښت  د کچالو ۱۴زېرمتونونه جوړیږي، چې د ۲۲۰ مټریک ټنه کچالو د ساتنې وړتیا لري.
د نورستان د کرنې رییس وویل، چې د زېرمتونونو په جوړېدو سره به ددې ولایت کرنیز محصولات د خوساکېدو او ضایع کېدو څخه وژغورل شي. 
په ورته وخت کې د نورستان والی حافظ عبدالقیوم، د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پار د کرنې وزارت هلې ځلې وستایل او زیاته یې کړه، چې  په دې ولایت کې پلي کېدونکې پروژې به د دې ولایت د کرنیزو محصلاتو په خوندیتابه کې رغنده رول ولري.
د کرنیزو محصولاتو د مدیریت طرحه، د بڼوالو او بزګرانو اړتیاوو ته په کتو، د دوی لپاره کرنیز بنسټونه جوړوي. بزګران او بڼوال د دغو بنسټونو د جوړولو  یوازې ۱۰ سلنه لګښت ورکوي او ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.
ددې طرحې په اډانه کې، په بېلابېلو ولایتونو کې بڼوالو او بزګرانو لپاره زرګونه ممیزخونې، د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه او د مېوو د ساتنې په پار سلګونه صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړیږي. دغه راز ددې برنامې پر اساس، پر بڼوالو او بزګرانو د مېوو او سبو زر وچوونکي آلې هم وېشل کیږي.
دغه طرحه د روان مالي کال تر پایه په بشپړه توګه عملي کیږي او د پلي کېدو پر وخت او له هغه وروسته زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابروي.
د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې د پلي کېدو چارې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې پیل شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت