ننګرهار کې د شولې عصري کرکېلي په پار ننداریزې قطعې جوړیږي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۲/۶ - ۱۲:۵۱
ننګرهار کې د شولې عصري کرکېلي په پار ننداریزې قطعې جوړیږي


۶ غویی ۱۳۹۹
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د کرنې د پراختیا پروګرام «SNaPP2» له لوري ددې ولایت په ۱۱ولسوالیو کې دکتار په ډول دشولو دعصري کرکېلي د ترویج په موخه د ننداریزو قطعو دجوړولو په پار پر ۳۵۰ بزګرانو د شولو اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي.
د کرنې وزارت د کرنې د پراختیا پروګرام « SNaPP2» چارواکي وایي، چې یادې ننداریزې قطعي بزګرانو ته دکتار « RIPA» په ډول دشولو کرلو د نوي او عصري میتودونو د زده کړې او رواجولو په موخه جوړیږي. د دوی په خبره دکرنې وزارت له لورې یادو بزګرانو ته ټول تولیدي عوامل په وړیا توګه ورکول کیږي. په دې بڼه د شولو کرکېله د شولو حاصلات له ۲۵ تر ۳۰ سلنه زیاتوي.
د ترلاسه شویو څېړنو پایلې ښیي، که چیرې شولې په محلي ډول دپاشان په شکل وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه په منځنۍ توګه څلور ټنه شولې په لاس راځي او که چیرې په عصري ډول د کتار په بڼه وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه  په منځنۍ کچه شپږ  ټنه شولې په لاس راځي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۲
Background image

نورستان کې د وترنري کلینیکونو د معیاري کولو لپاره د عصري تجهیزاتو وېش؛ د مالدارۍ خدمتونه لا پیاوړي کېږي

۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت په همغږۍ او د «ډي‌آرسي» مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۵۷
Background image

د پکتیا دکرنې ریاست: زرمت ولسوالی کې ۱۰۰۰ هکټاره ځمکه د څاڅکي اوبولګولو له لارې خړوبېږي

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سیدامین هاشمي، د ولایت مقام د دفتر رییس مولوي نورالله ممتاز، د سیندیزې حوزې رییس ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د کرنیزو چارو عمومي مدیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د پروژې د لومړي فاز د سپارلو په موخه غونډه ترسره شوه


چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د لومړي فاز د سپارلو په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست او د ملي پراختیا شرکت د مسؤلینو ګډه غونډه د کرنې وزارت په مقر. . .

بازگشت