خوست کې د چهار چنار بڼ جوړ شو

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۱۱:۳۷
خوست کې د چهار چنار بڼ جوړ شو

۲۱ کب ۱۳۹۸
د خوست د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د کب شلمه، د نیالګیو اېښودو ملي ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه. ددغو مراسمو په ترڅ کې، چې دکب په شلمه نېټه په لاره اچول شوې وه د خوست والي محمدحلیم فدایي، د کرنې رییس، مدنې ټولنو، قومي مشرانو، ژورنالستانو او ځوانانو له خوا د څلورو چېنارونو (چهار چنار) بڼ هم جوړ شو.
د خوست والي وویل، چې د ولسمشر له خوا د کب شلمه د نیالګیو کېنولو ملي ورځ نومول شوې ده، چې هر کال به په دې ورځ د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل شي. ښاغلي فدایي وویل: «موږ هم د کب له شلمې ڼېټې د کب تر وروستۍ ورځې خوست کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړئ، چې د خوستوالو، خصوصي سکټور، دولتي او مدني سکټورونو له خوا به په ګډه ددې کمپاین په ترڅ کې څه باندې ۲۷۰ زره بېلابېل نیالګي کېنول شي.

د خوست والي زیاته کړه نن د همدې کمپاپین یوه برخه د چهار چنار بڼ جوړ و، چې په دې بڼ کې مو څلور چېنارونه او ۶۰ ناجوګان کېنول.

حلیم فدایي، د څلور چېنار د بڼ په اړه وویل، ددې نوم تر شا اصلي موخه دا دی، چې په ارګ کې هم چهار چنار ماڼۍ شته او دا پیغام ورکوو، هر څوک چې په ارګ کې واکدار وي خوست باید له یاده ونه باسي. موږ به د خوست ولایت د مقام موجوده مېلمستون هم د چهار چنار په نوم ونوموو.

هغه وویل چې خوست د چېنار په نوم کلنۍ مشاعره او دودیزه مېله لري، چې دا مشاعره به په همدې بڼ او مېلمستون کې د چېنار تر سیورو لاندې دایریږي او د خوست په فرهنګ او جرګو کې د چېنار رول واضح او تاریخي دی.

چېنار په خوست کې زرګونه کاله پخوانی تاریخ لري، چې د چېنارو له سیورو سره جرګې، مرکې، کلیوالي بنډارونه، چینې او ګودرونو تر څنګ فرهنګ هم تړل شوی او چېنار د خوست په شفاهي او فولکوریکو ادبیاتو کې ځانګړی ځای لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت