دمیدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالی کې دغنموننداریزه کرونده جوړه شوه
۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دجغتو ولسوالی اړوند دګنډه کول په حوزه کې دیادې ولسوالی دکرنیزو خدمتونو عمومي مدیریت دمسؤلو کسانو لخوا د غنمو ننداریزه کرونده جوړه شوه.
یاده کرونده د کتار په بڼه جوړه شوه. ددې کروندې د جوړېدو پر مهال د سیمې بزګرانو ته مسؤلو کسانو د کتاري کښت ګټې( دغنمودحاصل زیاتوالی، دخشاوې په هکله معلومات ، اوبولګولو په هکله معلومات، دهرزه ګیاوو کنټرول) وښودل شوې.
هیردنه نوي، چې دیادې ولسوالی بزګرانو دغنمود ننداریزو کروندو په جوړولو خوښي څرګنده کړه او دکرنې ریاست دمسؤلو کارمندانو څخه یې دزړه له تله مننه وکړه.
