د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د خزاني نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او همکارو مؤسسو ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د خزاني نندارتون د جوړېدو په موخه، د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي احمدالله اتل او د خصوصي سکټور د پراختیا رییس مولوي عبدالواحد شبیر په مشرۍ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
دغه غونډه د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست په تالار کې جوړه شوې وه، چې په ترڅ کې یې د همکارو مؤسسو استازو ته د روان کال د لړم میاشتې له ۱۳مې تر ۱۶مې نېټې پورې د کابل په بادامباغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د خزاني نندارتون د جوړېدو په اړه معلومات ورکړل شول.
د کرنې وزارت مسوولینو له همکارو مؤسسو وغوښتل، چې په دغه نندارتون کې د فعال ګډون له لارې د هېواد د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د پېژندنې او بازارموندنې په برخه کې ونډه واخلي او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د کرنې او مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا په برخه کې همکاري وکړي.
په همدې حال کې د ګډونوالو مؤسسو استازو هم ډاډ ورکړ، چې د دغه نندارتون په جوړېدو کې به همکاري وکړي او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره به په همغږۍ فعاله ونډه واخلي.
