پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د اصلاح شوو غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي.
په همدې موخه نن د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې د ځانګړيو مراسمو په ترڅ کې بزګرانو ته د غنمو او وربشو  اصلاح شوی تخمونه، توره او سپینه سره وویشل شوه.
د ویش پر مهال د پکتیا کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي سید امین هاشمي وویل، د دې ولایت مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو ۲۸ تنه مخکښ بزګرانو هر یوه ته ، ۱۶ کیلوګرامه اصلاح شوی تخم، ۲۵ کیلو ګرامه توره سره او ۵۰ کیلو ګرامه یوریا سپینه سره هم ورکړل شوه.
مولوي هاشمي زیاته  کړه، چې ددې ننداریزو کروندو له کښت کولو څخه مو موخه داده چې له یوې خوا بزګرانو ته ددې ارزښت وښایو چې نورو محلي تخمونو څخه زیات حاصل ورکوي او له شیندلي شکل څخه قطاري شکل کرونده ښه پایله ورکوي او بل داچې بزګرانو ته د ننداریزو کروندو اهمیت په نښه  او راتلوونکې کې همدا ډول کروندو ته مخه کړي.
 د کرنې ریاست د غله جاتو مدیر ښاغلي سیدالله ابراهیم خیل وویل، چې دیادو ننداریزو کروندو لپاره له وړاندې سروې ترسره شوې وه چی مخکښ بزګران او په شرایطو برابره ځمکه ورته انتخاب شوی وه.
همدارنګه د ویش څخه وړاندی ښاغلي سیدالله ګټه اخیستونکو بزګرانو ته ددې کروندو د کرلو څخه تر حاصلاتو راټولو پورې لارښوونه وکړه.
د یادونې وړ ده چې دغه ۲۸ ننداریز کروندې په ۲۸ جریبه ځمکه کې جوړیږي.

ایجاد ۲۸ مزرعه نمایشی گندم و جو در پکتیا
۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا در نظر دارد ۲۸ مزرعه نمایشی گندم و جو اصلاح‌شده را در مرکز گردیز و ولسوالی‌های احمدآبا، سیدکرم، میرزکه، زرمت و روحانی بابا ایجاد کند.
به همین منظور امروز طی مراسم ویژه‌ای در ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت، تخم اصلاح‌شده گندم و جو و کودهای سیاه و سفید به دهقانان توزیع شد.
مولوی سید امین هاشمی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا هنگام توزیع گفت که برای ۲۸ دهقان پیشتاز در مرکز گردیز و ولسوالی‌های یادشده، به هر یک ۱۶ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده، ۲۵ کیلوگرام کود سیاه و ۵۰ کیلوگرام کود سفید یوریا توزیع شده است.
مولوی هاشمی افزود که هدف از ایجاد این مزارع نمایشی، آگاهی‌دهی به دهقانان در مورد برتری حاصل‌دهی تخم‌های اصلاح‌شده نسبت به تخم‌های محلی و نشان‌دادن مؤثریت کشت قطاری در مقایسه با کشت به شکل پاششی است. وی ابراز امیدواری کرد که دهقانان با مشاهده نتایج این مزارع، در آینده به ایجاد مزارع مشابه روی آورند.
سیدالله ابراهیم‌خیل مدیر غله‌جات ریاست زراعت پکتیا گفت که پیش از این برای ایجاد مزارع نمایشی یادشده سروی انجام شده و دهقانان پیشتاز و زمین‌های مناسب برای این برنامه انتخاب شده‌اند.
همچنین پیش از توزیع مواد زراعتی، به دهقانان مستفیدشونده در مورد مراحل کشت این مزارع تا زمان برداشت حاصلات، رهنمایی‌های لازم ارائه شد.
گفتنی است که این ۲۸ مزرعه نمایشی در مجموع در ۲۸ جریب زمین ایجاد می‌شود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت