هېواد کې د کیمیاوي سرې د کیفیت ښهوالي په موخه د کرنې او مالدارۍ مرستیال له واردوونکو شرکتونو سره مشورتي غونډه وکړه
۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادامباغ کې د کرنیزې او مالدارۍ پرمختیا صندوق د کنفرانسونو په تالار کې د افغانستان د کیمیاوي سرې واردوونکو شرکتونو له مسؤلینو سره مشورتي غونډه وکړه.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په دې غونډه کې د باکیفیته او معیاري سرې تولید د بزګرانو د ملاتړ په برخه کې یو له مهمو مسؤلیتونو څخه وباله او ټینګار یې وکړ، چې واردوونکو شرکتونه او حکومت باید د بېکیفیته او تقلبي سرې د تولید، پېر، پلور او وارداتو د مخنیوي لپاره ګډې هڅې او همکارۍ وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د بېکیفیته سرې کارول، پر بزګرانو د اقتصادي زیانونو سربېره، د خاورې د تخریب او کیفیت د ټیټېدو لامل هم کېږي. هغه په هېواد کې د کیمیاوي سرې د تولیدوونکو پر ملاتړ او د سرې د کیفیت پر ښهوالي ټینګار وکړ.
د غونډې په دوام کې د بلخ، هرات، کابل او کندهار ولایتونو د کیمیاوي سرې تولیدوونکو شرکتونو استازو د باکیفیته سرې د تولید او عرضې په برخه کې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
دغه راز، د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق لوی رییس انجنیر عبدالغفور غفاري د باکیفیته سرې تولید د هېواد له اساسي اړتیاوو څخه وباله او د اسلامي اصولو په چوکاټ کې یې د کیمیاوي سرې له تولیدوونکو او واردوونکو شرکتونو سره د یاد صندوق د همکارۍ او مشارکت لپاره چمتووالی څرګند کړ.
په دې غونډه کې همدارنګه د کیمیاوي سرې د کیفیت د تشخیص او تثبیت لپاره د یوه مجهز لابراتوار د جوړولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
