غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه‌ییزې ادارې د چارواکو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې د غور ولایت د مقام د دفتر رییس او سرپرست مولوي غوث‌الدین قانع، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم، د قدرتي سرچینو لوی رییس مولوي حسین مدني او د استملاکي پروژو د انسجام رییس مولوي حمیم صادقي هم ګډون کړی و.
د غور ولایت د مقام سرپرست وویل، چې دغه بهیر د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، د څړځایونو د سروې، تثبیت او تشخیص او په دې برخه کې د شته ستونزو د هواري په موخه پیل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د همدې موخې لپاره د ځمکو د تصفیې او د مالکیت حق د تثبیت ریاست د تصفیې متخصص مولوي خلیل په مشرۍ اووه تخنیکي ټیمونه دغه ولایت ته استول شوي دي. هغه ټینګار وکړ، چې سیمه‌ییزه اداره او اړوند مسؤلین به په مرکز او ولسوالیو کې له دغو ټیمونو سره بشپړه همکاري وکړي.
ورپسې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم د تخنیکي ټیمونو د فعالیتونو د موخو او څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل او د څړځایونو د سروې او تثبیت په بهیر کې یې د سیمه‌ییزو مسؤلینو او نورو اړوندو ادارو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
همدارنګه، د غور ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، د فرمانونو او حکمونو د څارنې او تعقیب او عدلیې ریاستونو مسؤلینو په دې برخه کې شته ستونزې او ننګونې مطرح کړې او له تخنیکي ټیمونو سره یې پر هر اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې دغه بهیر په غور ولایت کې د څړځایونو د پېژندنې، سروې او تثبیت او ورسره د تړلو ستونزو د هواري په موخه پیل شوی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت