پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې
۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په مکاوې، ګلالګو او سيکان کلا سيمو ۱۳ تنو مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړولو عملي او نظري روزنې ورکړل شوې.
د پکتیا د کرنې ریاست دتغذیې مدیرعزت الله صدیقي، وویل چې یاد حیواني خوراک د شنو واښو څخه جوړېږي، مالدارانو ته له اقتصادي پلوه ډېر ارزانه تمامیږي، د حیواناتو لپاره ګټور دی او د محصولاتو په زیاتوالي کې مهم رول لري.
ښاغلی صدیقي زیاته کړه، که چیرې مالداران وغواړي چې نوموړی خوراک د خپلو حیواناتو لپاره چمتو کړي، نو کولای شي د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ آمریت ته مراجعه وکړي.
