د کرنې او مالدارۍ مرستیال له روسي پانګه‌والو سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۷
معین زراعت و مالداری با سرمایه‌گذاران روسی دیدار کرد

۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د روسیې د «TEXHOTEKC» شرکت له اجرائیوي رییس آدامیان سورن راچیکوویچ او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې یې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د کرنې او کیمیاوي سرو د تولید په برخو کې د پانګونې پر فرصتونو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په هېواد کې د پانګونې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چمتو دی، هغو بنسټونو، مؤسسو، شرکتونو او هېوادونو ته چې په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا لري، لازمې اسانتیاوې او زمینه برابره کړي.
په ورته مهال، د روسي شرکت اجرائیوي رییس آدامیان سورن راچیکوویچ په افغانستان کې د کرنې او کیمیاوي سرو د تولید په برخو کې د دغه شرکت لېوالتیا څرګنده کړه او ویې ویل، چې په لومړي پړاو کې به له روسیې څخه افغانستان ته کیمیاوي سره واردې شي او په بل پړاو کې به په هېواد کې د کیمیاوي سرو د تولید فابریکه جوړه شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه د کرنې سکټور د پراختیا او د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي په موخه تل هڅه کوي، چې د پانګه‌والو د هڅونې او د مناسبو فرصتونو د برابرولو له لارې، د کرنې په بېلابېلو برخو کې د ملي او نړیوالو سوداګرو او مؤسسو د پانګونې لپاره زمینه برابره کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت