د کرنې وزارت د رهبرۍ، د کرنې او مالدارۍ خونې او د افغانستان د چرګانو روزنې ټولنې ترمنځ غونډه ترسره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۴
د کرنې وزارت د رهبرۍ، د کرنې او مالدارۍ خونې او د افغانستان د چرګانو روزنې ټولنې ترمنځ غونډه ترسره شوه

۱۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د کرنې او مالدارۍ خونې او د افغانستان د چرګانو روزنې ټولنې د مدیره پلاوي له غړو سره غونډه د کرنې وزارت په عبدالوکیل تالار کې ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چرګانو روزنې سکتور د وضعیت او پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د حکومت او خصوصي سکتور له لوري د ترسره شویو هڅو په اړه معلومات وړاندې کړل.
مولوي صدراعظم عثماني وویل، چې د چرګانو روزنې د صنعت د لا پراختیا او د شته ستونزو د حل په موخه هڅې روانې دي او حکومت او خصوصي سکتور دواړه د خلکو لپاره د معیاري او باکیفیته چرګانو هګیو او غوښې د مناسبې بیې په تأمینولو کې ګډ مسؤلیت لري. نوموړي همدارنګه د چرګانو روزنې له صنعت‌کارانو څخه پر ملاتړ او د دغه سکتور د ودې لپاره د لازمې اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.
ورپسې، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان‌محمد فروتن د چرګانو روزنه د هېواد د اقتصاد له مهمو برخو څخه وبلله او د خلکو د اړتیاوو د لا ښه تأمین په موخه یې د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.
همدارنګه، د کرنې او مالدارۍ خونې او د افغانستان د چرګانو روزنې ټولنې د مدیره پلاوي هغو غړو چې د هېواد له بېلابېلو زونونو څخه په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، د چرګانو روزنې سکتور د پراختیا او د شته ستونزو د حل په اړه خپلې لیدلوري، وړاندیزونه او ستونزې له مسؤلینو سره شریکې کړې.
غونډه د کرنې وزارت، خصوصي سکتور او د چرګانو روزنې صنعت د فعالانو ترمنځ د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ پر دوام له ټینګار وروسته، په دعایې سره پای ته ورسېده.


جلسه رهبری وزارت زراعت با اتاق زراعت و مالداری و اتحادیه مرغ‌داری افغانستان برگزار شد
۱۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به ریاست مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با اعضای هیئت‌مدیره اتاق زراعت و مالداری و اتحادیه مرغ‌داری افغانستان در تالار عبدالوکیل وزارت زراعت برگزار شد.
در آغاز جلسه، معین زراعت و مالداری در مورد وضعیت و پیشرفت سکتور مرغ‌داری و تلاش‌های انجام‌شده از سوی حکومت و سکتور خصوصی برای توسعه این بخش صحبت کرد.
مولوی صدراعظم عثمانی گفت که تلاش‌ها برای توسعه بیشتر صنعت مرغ‌داری و رفع مشکلات موجود ادامه دارد و حکومت و سکتور خصوصی در زمینه تأمین تخم و گوشت مرغ باکیفیت و با قیمت مناسب برای مردم مسئولیت مشترک دارند. وی همچنان بر حمایت از صنعت‌کاران مرغ‌داری و فراهم‌سازی سهولت‌ها برای رشد این سکتور تأکید کرد.
در ادامه، خان‌محمد فروتن رئیس اتاق زراعت و مالداری افغانستان، مرغ‌داری را یکی از بخش‌های مهم اقتصادی دانسته و بر همکاری حکومت و سکتور خصوصی برای تأمین بهتر نیازمندی‌های مردم تأکید کرد.
همچنان اعضای هیئت‌مدیره اتاق زراعت و مالداری و اتحادیه مرغ‌داری افغانستان که از زون‌های مختلف کشور در این جلسه حضور داشتند، دیدگاه‌ها و پیشنهادهای خود را در مورد توسعه سکتور مرغ‌داری و رفع مشکلات موجود با مسئولان شریک ساختند.
جلسه با تأکید بر ادامه همکاری و هماهنگی میان وزارت زراعت، سکتور خصوصی و فعالان صنعت مرغ‌داری، با دعای خیر خاتمه یافت.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د رهبرۍ، د کرنې او مالدارۍ خونې او د افغانستان د چرګانو روزنې ټولنې ترمنځ غونډه ترسره شوه

۱۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د کرنې او مالدارۍ خونې او د افغانستان د چرګانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کاپیسا کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۱۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د خپل کلني پلان له مخې، د هېواد په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د ۲۳مې ویالې د ۵۲۰ شمېرې سیفون د بیارغونې چارې پیل شوې

۱۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د څلورم فارم اړوند د بټي کوټ ولسوالی په لوړتۍ سیمه کې د ۲۳مې ویالې د ۵۲۰ شمېرې سیفون د بیارغونې چارې پیل شوي، چې. . .

بازگشت