کاپیسا کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۲
در کاپیسا برای ۶۰۰ دهقان برنامه‌های آگاهی‌دهی در مورد تغییرات اقلیمی برگزار شد

۱۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د خپل کلني پلان له مخې، د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې زرګونو  بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د عامه پوهاوي ښوونیز پروګرامونه پیل کړي دي.
په همدې لړ کې، د کاپیسا ولایت په پنځو ولسوالیو «اولې حصې، نجراب، تګاب، اله سای او کوه بند» کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د یاد ریاست له لوري د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول. په دغو پروګرامونو کې د کلي ملا امامانو او ملکانو په ګډون د بېلابېلو سیمو بزګرانو برخه اخیستې وه.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست آمر انجنیر جاويد امین وویل، چې په دغو پروګرامونو کې د کاپیسا ولایت د اقلیمي وضعیت، د اقلیم او اقلیمي بدلون، د اقلیمي بدلون د عواملو، پر کرنه او مالدارۍ سکتور د هغه د اغېزو، د سازګارۍ او سازښت لارو چارو او همدارنګه د مخکني خبراوي سیستم په اړه تفصیلي معلومات وړاندې شول.
ښاغلی امین وویل، چې ددغو پروګرامونو په ترڅ کې له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په تړاو او نورو چاپېریالي طبیعي پېښو په اړه ګډونوالو ته معلوماتي پرېزنټېشنونه وړاندې شوي دي.
ګډونوالو د دغو برنامو له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې دا ډول روزنیزې برنامې د کرنیزو زیانونو په کمولو، د بزګرانو د مهارتونو په لوړولو او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د عملي تدابیرو په پیاوړتیا کې اغېزمن رول لري.
په همدې حال کې د یاد ریاست نورو چارواکو، چې ددې برنامې د پوښښ مسوولیت ور په غاړه وه وویل، چې ګډونوالو د پروګرام له ترسره کېدو خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ چې دا ډول پوهاوي پروګرامونه د کرنیزو زیانونو د کمولو او د بزګرانو د عملي مهارتونو د لوړولو لپاره اغېزناک دي. هغه زیاته کړه، چې یاد پروګرام د ټاکل شوې اجنډا سره سم په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
د پروګرام په پای کې د بزګرانو پر پوهاوی د لا زیات تمرکز، د اوبو سرچینو او څړځایونو د غوره مدیریت، له اقلیمي بدلونونو سره د عیارېدونکو کرنیزو لارو چارو د کارولو او د سیمه‌ییزو ټولنو د ظرفیتونو پر پیاوړتیا ټینګار وشو، څو د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د زیان‌مننې کچه راکمه او د ټولنو د مقاومت وړتیا لوړه شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د اقلیمي بدلون سره د سازښت ریاست په کلني پلان کې په ټول هېواد کې د بزګرانو د پوهاوي لوړول یو مهم اولویت دی. یاد ریاست د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو، د کرنیزو زیانونو د مخنیوي او د بزګرانو د عملي مهارتونو د لوړولو په موخه، د عامه پوهاوي پروګرامونه طرحه او پلي کوي. دا پروګرامونه د بزګرانو ترڅنګ د کلي ملکانو، ملا امامانو او ټولنیزو مشرانو په ګډون ترسره کېږي، تر څو د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ټولنې ګډه مبارزه او سازګاري پیاوړې شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د رهبرۍ، د کرنې او مالدارۍ خونې او د افغانستان د چرګانو روزنې ټولنې ترمنځ غونډه ترسره شوه

۱۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د کرنې او مالدارۍ خونې او د افغانستان د چرګانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کاپیسا کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۱۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د خپل کلني پلان له مخې، د هېواد په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د ۲۳مې ویالې د ۵۲۰ شمېرې سیفون د بیارغونې چارې پیل شوې

۱۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د څلورم فارم اړوند د بټي کوټ ولسوالی په لوړتۍ سیمه کې د ۲۳مې ویالې د ۵۲۰ شمېرې سیفون د بیارغونې چارې پیل شوي، چې. . .

بازگشت