ننګرهار کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۳۴
ننګرهار کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په سره رود، چپرهار، کوزکونړ، کامې او هسکې مېنې ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې مسلکي او عملي روزنه ورکړل شوه.
په دې روزنو کې د سبو او غلو دانو د تخمونو او حیواني خوراکی ساتنه، کرنې، اوبو لګولو، د هرزه بوټو او نباتي ناروغیو د مخنیوي، شنو خونو، کورنیو باغچو او له لږې ځمکې څخه د ډېر حاصل ترلاسه کولو په اړه اړین معلومات وړاندې شول.
همدارنګه، د طبیعي پېښو پر مهال د ځان ژغورنې او لومړنیو طبي مرستو په برخه کې بزګرانو او مالدارانو ته عملي او نظري روزنه ورکړل شوه.
له بلې خوا، بڼوالو ته د ژمي موسم د رارسېدو په مناسبت د ژمنیو تېلو کارونې، ښاخ برۍ، د ناروغیو میخانیکي کنټرول، حاصل راټولولو، درجه‌بندۍ او بازارموندنې په اړه هم لازمې لارښوونې وشوې.
د دغو روزنو موخه د بزګرانو او مالدارانو د مسلکي پوهې لوړول، د کرنیزو محصولاتو کیفیت او حاصلاتو زیاتول او د معیاري کرنې دودول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

د کرنې وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ تخنیکي او د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره وکتل

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي تورهان صالح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په سره رود، چپرهار، کوزکونړ، کامې او هسکې مېنې ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په. . .

بازگشت