کرنې وزارت او «سيآراس» مؤسسې ترمنځ د ارزښت ځنځیرونو د پروګرامونو د پلي کولو هوکړهلیک لاسلیک شو
۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د «سيآراس» مؤسسې ترمنځ د ۱ میلیون او ۶۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو چې موخه یې د هېواد په درېیو ولایتونو کې د کرنیزو محصولاتو د ارزښت ځنځیرونو پیاوړتیا ده.
دغه هوکړهلیک د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري او د «سيآراس» مؤسسې رییس محمد آدم حامد له لوري، د یاد ریاست تر چتر لاندې د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او د نادولتي مؤسسو د تخنیکي کمېټې د غړو په حضور کې لاسلیک شو.
د هوکړهلیک له مخې، په بامیان ولایت کې به د کچالو د ارزښت ځنځیر، په کندهار ولایت کې د مېوو د ارزښت ځنځیر او په هرات ولایت کې د زعفرانو د ارزښت ځنځیر اړوند پروګرامونه پلي شي.
دغه پروګرامونه به د تولیدوونکو د ملاتړ، د کرنیزو محصولاتو د ارزښت ځنځیرونو د ښه والي، او د یادو ولایتونو د کرنیزو محصولاتو د پراختیا او بازارموندنې لپاره د لا ښو فرصتونو د برابرولو په موخه پلي شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د پراختیايي پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې له همکارو بنسټونو سره پر اغېزمنې همغږۍ او همکارۍ ټینګار کوي.
