د پنبې د بیې د ټیټېدو د لاملونو د څېړنې په موخه کندز ته د کرنې وزارت پلاوی سفر

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۸:۴۹

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی د غلو دانو د پراختیا رییس، مولوي مصباح‌الدین مستعین، په مشرۍ کندز ولایت ته د پنبه‌کارانو د ستونزو د څېړلو، د پنبه د بیې د ټیټېدو د لاملونو د معلومولو او د بزګرانو د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره د مناسبو حللارو د موندلو په موخه سفر وکړ.
د سفر په لومړي پړاو کې د کرنې وزارت پلاوي، د کرنیزو چارو آمر، د کندز د کرنې ریاست د بوټو ساتنې د عمومي مدیر، یو شمېر پنبه‌کارانو، د پنبې پروسس کوونکو او د کرنیزو درملو د پلورونکو د اتحادیې د رییس په ګډون غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د پنبې د تولید او بازار وضعیت، د دې محصول د بیې د ټیټېدو لاملونه، د خپلو محصولاتو د پلور په برخه کې د بزګرانو ستونزې، د پنبې د پېر او راټولولو بهیر، د پروسس پړاوونه او کورنیو او بهرنیو بازارونو ته د پنبې د انتقال په اړه بحث او هر اړخیزه څېړنه وشوه.
همدارنګه، ګډونوالو د پنبې پر مهمو افتونو او ناروغیو، د هغو پر وړاندې د مبارزې پر لارو چارو، د تولیداتو د کیفیت د ښه والي، د بزګرانو د ملاتړ او د پنبې محصولاتو د لا ښه بازارموندنې لپاره د مناسبو فرصتونو د رامنځته کولو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
د کرنې وزارت پلاوي د بزګرانو او د پنبې پروسس کوونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د کرنې ریاست، بزګرانو، پروسس کوونکو او نورو اړوندو ادارو ترمنځ یې د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
په پای کې، د پنبې د بیې د ټیټېدو د لاملونو پر هر اړخیزې او دقیقې څېړنې، د بازار د پیاوړتیا او د پنبه‌کارانو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وشو او پرېکړه وشوه، چې د بزګرانو او پروسس کوونکو له لوري مطرح شوې ستونزې وڅېړل شي او د هواري لپاره یې مناسبې حللارې ولټول شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت