د تخار د کرنې ریاست د عوایدو او عایداتي سرچینو وضعیت وڅېړل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۴

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس، مولوي ضیاءالدین واقف، تخار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست څخه لیدنه وکړه.
په دې سفر کې د تخار د کرنې رییس، قاري قطب‌الدین دهنوي، د دغه ریاست د آمریتونو او عمومي مدیریتونو د مسؤلینو په ګډون ګډه غونډه جوړه شوه. په غونډه کې د عوایدو د عمومي وضعیت، عایداتي سرچینو، د عوایدو د راټولولو او تحصیل بهیر، د ځمکو د اجارې ورکولو او نورو عایداتي سرچینو په اړه بحث او خبرې وشوې.
په یاده غونډه کې د عوایدو د تحصیل په برخه کې شته ستونزې او ننګونې هم وڅېړل شوې او د عایداتي سرچینو پر پېژندلو او جدي تعقیب، د عوایدو د ضایع کېدو د مخنیوي، د عوایدو د راټولولو په بهیر کې د روڼتیا د تأمین، د اجارې ورکولو د بهیر د ښه والي او د اړوندو برخو ترمنځ پر لا ښې همغږۍ ټینګار وشو.
د تخار د کرنې ریاست د بېلابېلو برخو مسؤلینو هم د کاري بهیر د ښه والي، د روغنیاتو د سهمیې د زیاتوالي او د اړتیا وړ امکاناتو د برابرولو په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له راغلي پلاوي سره شریک کړل. هغوی وویل، د تخار ولایت د ۱۶ ولسوالیو، پراخې جغرافیې او د یو شمېر ولسوالیو د صعب‌العبور سیمو له امله د کاري بهیر د لا ښه ترسره کولو لپاره د اړینو امکاناتو برابرول مهم دي.
د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس د مسؤلینو د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته، د روڼتیا او کاري اصولو پر رعایت، د عایداتي سرچینو پر جدي تعقیب، د عوایدو د ضایع کېدو پر مخنیوي او د اړوندو برخو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار وکړ.
نوموړي همدارنګه د عوایدو د مدیریت د ښه والي او د شته ننګونو د هواري لپاره د لا ډېرو هڅو غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۴۵
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د کوچیانو ستونزې واورېدل شوې او د حل په موخه د همکارۍ ډاډ ورکړل شو

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د هسکې مېنې ولسوالی د کوچیانو له استازو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۳۵
Background image

کابل کې ۱۰۰ مالدارانو ته د پسونو د چاغښت لپاره ۷.۵ ټنه تصدیق شوي خوراکي توکي ووېشل شول

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د مالدارۍ د ودې، د غوښې د تولید د زیاتوالي او د مالدارانو د عایداتو لوړولو په موخه، د افغانستان لپاره د هالند کمېټې (DCA) په تخنیکي همکارۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۹:۳
Background image

 کرنې وزارت او «سي‌آراس» مؤسسې ترمنځ د ارزښت ځنځیرونو د پروګرامونو د پلي کولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د «سي‌آراس» مؤسسې ترمنځ د ۱ میلیون او ۶۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. . .

بازگشت