نورستان کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه
۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت مرکز پارون اړوند د ډیوه کلي کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «افاېاو» له لوري د غنمو د ننداریزو کروندو په موخه د کروندې ورځ ولمانځل شوه.
په دې ننداریزه کرونده کې د غنمو اصلاح شوي تخم په کتاري او عصري لارو چارو او د غنمو محلي تخم په دودیزه شیندل شوې طریقه کرل شوي وو، چې له مخې یې د دواړو طریقو ترمنځ پرتلیزه کرنه ترسره شوې وه.
په یاده کروندې ورځ کې د نورستان د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې مسؤلینو او شاوخوا ۸۰ تنو بزګرانو ګډون کړی و.
بزګرانو ته د عصري کتاري کرنې او دودیزې کرنې ترمنځ توپیرونه په عملي ډول وښودل شول او د عصري کتاري کرنې نوي میتودونه، ګټې او د غنمو د تولید د زیاتوالي لارې چارې تشریح شوې.
همدارنګه بزګرانو ته د غنمو د کرنې اړوند مهم تخنیکونه، لکه د تخم کرل، اوبه لګول، د هرزهواښو کنټرول، د کیمیاوي او عضوي سرې مناسب استعمال، د افتونو او ناروغیو کنټرول، د حاصل راټولول او نور اړین کرنیز عملیات په عملي او نظري ډول ور وښودل شول.
د کروندې د ورځې موخه د بزګرانو د پوهاوي لوړول، د اصلاح شویو تخمونو او عصري کرنیزو میتودونو دودول او د غنمو د حاصلاتو د کمیت او کیفیت لوړول دي.
در نورستان، روز مزرعه برگزار شد
۴ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ربیعالثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
در روستای دیوه مربوط مرکز پارون ولایت نورستان، با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و از سوی سازمان غذا و زراعت ملل متحد (FAO)، بهمنظور ایجاد مزارع نمایشی گندم، روز مزرعه برگزار شد.
در این مزرعه نمایشی، تخم اصلاحشده گندم با استفاده از روش کشت قطاری و شیوههای مدرن و تخم محلی گندم به روش سنتی پاششی کشت شده بود که بر اساس آن، مقایسهای میان دو روش کشت انجام شد.
در این روز مزرعه، آمر امور زراعتی ریاست زراعت نورستان، مسئولان سازمان غذا و زراعت ملل متحد و حدود ۸۰ تن از کشاورزان اشتراک کرده بودند.
برای کشاورزان تفاوت میان کشت قطاری مدرن و کشت سنتی بهصورت عملی نشان داده شد و روشهای جدید کشت قطاری، مزایا و راههای افزایش تولید گندم برای آنان توضیح داده شد.
همچنان، تخنیکهای مهم مرتبط با کشت گندم، از جمله بذرپاشی، آبیاری، کنترول علفهای هرزه، استفاده مناسب از کودهای کیمیایی و عضوی، کنترول آفات و بیماریها، برداشت محصول و سایر عملیات ضروری زراعتی بهصورت عملی و نظری به کشاورزان آموزش داده شد.
