خوست کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴۸
خوست کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي» مؤسسې په همکارۍ، د خوست مرکز په شمل، متون او لکڼ واحدونو کې د ۱۵۰۰ بزګرانو لپاره د اصلاح شویو غنمو تخمونو د وېش په موخه د بزګرانو د سروې او تثبیت بهیر په منظم ډول روان دی.
د مسؤلینو په وینا، د سروې او مستحقو بزګرانو د تثبیت له بشپړېدو وروسته به هر مستحق بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوي د غنمو تخمونه ووېشل شي. د معلوماتو له مخې، د هر بزګر څخه به د ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شویو غنمو تخمونو په بدل کې ۸۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي.
مسؤلین وایي، د دې پروسې موخه د مستحقو بزګرانو پېژندنه او هغوی ته د اصلاح شویو تخمونو رسول دي، څو د غنمو د تولید د زیاتوالي او د کروندګرو د حاصلاتو د ښه والي لپاره زمینه برابره شي.
د اصلاح شویو او معیاري تخمونو وېش د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو، د غنمو د تولید د کیفیت د ښه والي او د بزګرانو د ملاتړ له مهمو لارو څخه دی. د اصلاح شویو تخمونو کارول د اقلیمي شرایطو په پام کې نیولو سره د حاصلاتو د زیاتوالي او د کرنیز تولید د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د چرګانو پالنې اتحادیې له غړو سره وکتل

۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان د چرګانو پالنې اتحادیې له غړو سره په خپل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مسؤولینو سره د نویو پروژو د پلي کېدو په موخه وکتل

۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یوان‌ډي‌پي» د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

لغمان کې د شېدو راټولولو دوو مرکزونو سره د ۵ زره ډالرو په ارزښت د وسایلو مرسته وشوه

۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

بازگشت