کونړ کې ۵۵۲ کسانو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ووېشل شول او ۱۵ کیلومتره کانالونه ورغول شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۲۹
کونړ کې ۵۵۲ کسانو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ووېشل شول او ۱۵ کیلومتره کانالونه ورغول شول

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوړو د خوندیتوب او د اوبو لګولو د کانالونو د بیارغونې پروژې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالی کې ۵۵۲ مستحقو کسانو ته د کار په بدل کې او د بې‌وزلو کورنیو د ملاتړ په موخه خوراکي توکي ووېشل شول.
دغه پروژه د جین جاپان په مالي ملاتړ او د JENHO همکارې مؤسسې په تخنیکي تطبیق، د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمریت د عمومي مدیریت تر چتر لاندې پلې شوې ده.
د مرستو د وېش په بهیر کې له ۵۵۲ ګټه‌اخیستونکو کسانو څخه ۳۳۲ تنه د کار په بدل کې او ۲۲۰ تنه د بې‌وزلو او مستحقو کورنیو له ډلې وو، چې د پروژې له مخې ورته خوراکي کیټونه ووېشل شول.
د یادې پروژې په ترڅ کې د نرنګ ولسوالی په اړوندو سیمو کې ۱۵ کیلومتره د اوبو لګولو کانالونه پاک او ۲۱۰ متره کانالونه ساختماني ورغول شول، چې له امله به یې د کرنیزو ځمکو د اوبه‌خور په برخه کې اسانتیاوې رامنځته او د اوبو د ضایعاتو کچه راکمه شي.
د مرستو او پروژې د فعالیتونو په مراسمو کې د کونړ د کرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمر مولوي زبیر سیدي، تخنیکي مشاور سید حفیظ‌الله سیدي، تخنیکي او مسلکي کارکوونکو، د JENHO مؤسسې عمومي اجرائیوي رییس او د ختیځ زون مسؤلینو، د نرنګ ولسوالۍ مرستیال ولسوال، د کرنیزو خدمتونو مدیریت کارکوونکو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د کونړ د کرنې ریاست تخنیکي او مسلکي سلاکار د JENHO مؤسسې له ترسره شویو فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او د همکارۍ له امله یې مننه وکړه. نوموړي د اوبو د ارزښت، د اوبو د سالم مدیریت او د اوبولګولو کانالونو د ساتنې او حفظ‌ومراقبت په اړه ولسي خلکو ته لازمې لارښوونې هم وکړې.
په همدې حال کې، د JENHO دفتر د ختیځ زون مسؤل شوکت علي زاخلیوال د پروژې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه بشپړ تخنیکي معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې د پروژې د موخو له مخې د خوړو خوندیتوب او د کرنیزو ځمکو د اوبه‌خور د وضعیت د ښه والي لپاره عملي چارې ترسره شوې دي.
د غونډې په پای کې د نرنګ ولسوالی مرستیال ولسوال د پروژې د اغېزمنتیا او د اړمنو کورنیو او کروندګرو د ملاتړ په موخه د ترسره شویو فعالیتونو ستاینه وکړه او غونډه یې په دعایي کلماتو پای ته ورسوله.
د «خوړو د خوندیتوب او اوبو لګولو کانالونو د بیارغونې» پروژه د دې لپاره پلې کېږي، چې له یوې خوا د اړمنو کورنیو د خوړو خوندیتوب ته مرسته وکړي او له بلې خوا د اوبولګولو کانالونو د پاکولو او بیارغونې له لارې د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو د لاسرسي زمینه ښه کړي. د کار په بدل کې د خوراکي توکو وېش هم له اړمنو خلکو سره د لنډمهاله معیشتي ملاتړ ترڅنګ د عامه بنسټونو په بیارغونه کې د هغوی د ونډې اخیستنې زمینه برابروي.

در ولایت کنر برای ۵۵۲ تن در بدل کار مواد غذایی توزیع و ۱۵ کیلومتر کانال آبیاری بازسازی شد
۳۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ربیع‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
در چارچوب پروژه «مصونیت غذایی و بازسازی کانال‌های آبیاری»، برای ۵۵۲ تن مستحق در ولسوالی نرنگ ولایت کنر، در بدل کار و به منظور حمایت از خانواده‌های نیازمند، مواد غذایی توزیع شد.
این پروژه با حمایت مالی جین جاپان (JEN Japan) و همکاری تخنیکی مؤسسه JENHO، تحت مدیریت عمومی آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کنر تطبیق شده است.
در جریان توزیع کمک‌ها، از میان ۵۵۲ تن مستفیدشونده، ۳۳۲ تن در بدل کار و ۲۲۰ تن از خانواده‌های فقیر و مستحق بودند که مطابق این پروژه، بسته‌های غذایی دریافت کردند.
همچنان در جریان این پروژه، ۱۵ کیلومتر کانال‌های آبیاری در مناطق مربوط ولسوالی نرنگ پاک‌کاری و ۲۱۰ متر کانال نیز به‌گونه ساختمانی بازسازی شده است که با تکمیل آن، در آبیاری زمین‌های زراعتی سهولت ایجاد شده و میزان ضایعات آب کاهش خواهد یافت.
در مراسم توزیع کمک‌ها و ارائه گزارش فعالیت‌های پروژه، مولوی زبیر سیدي، آمر منابع طبیعی ریاست زراعت کنر، سید حفیظ‌الله سیدي، مشاور تخنیکی، کارمندان تخنیکی و مسلکی، رئیس اجرائیوی عمومی مؤسسه JENHO و مسئولان این مؤسسه در زون شرق، معاون ولسوال نرنگ، کارمندان مدیریت خدمات زراعتی و شماری از بزرگان قومی حضور داشتند.
در آغاز این مراسم، مشاور تخنیکی و مسلکی ریاست زراعت کنر از فعالیت‌های انجام‌شده توسط مؤسسه JENHO ابراز خرسندی کرده و از همکاری این مؤسسه قدردانی کرد. وی همچنان در مورد اهمیت آب، مدیریت درست منابع آب و حفظ و مراقبت از کانال‌های آبیاری، رهنمایی‌های لازم را به مردم ارائه کرد.
در همین حال، شوکت علی زاخلیوال، مسئول زون شرق دفتر JENHO، معلومات تخنیکی در مورد فعالیت‌ها و دستاوردهای این پروژه ارائه کرده و گفت که براساس اهداف پروژه، اقدامات عملی برای بهبود مصونیت غذایی و وضعیت آبیاری زمین‌های زراعتی انجام شده است.
در پایان، معاون ولسوال نرنگ از مؤثریت این پروژه و فعالیت‌های انجام‌شده در راستای حمایت از خانواده‌های نیازمند و دهقانان قدردانی کرده و مراسم با دعای خیر پایان یافت.
پروژه «مصونیت غذایی و بازسازی کانال‌های آبیاری» با هدف حمایت از مصونیت غذایی خانواده‌های نیازمند و از سوی دیگر، بهبود دسترسی زمین‌های زراعتی به آب از طریق پاک‌کاری و بازسازی کانال‌های آبیاری تطبیق می‌شود. توزیع مواد غذایی در بدل کار، ضمن فراهم‌سازی حمایت معیشتی کوتاه‌مدت برای افراد نیازمند، زمینه مشارکت آنان را در بازسازی زیربناهای عامه نیز فراهم می‌کند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

لغمان کې سلګونو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین کمپاین پیل شو

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «افاې‌او» په مالي همکارۍ، د لغمان ولایت په ټولو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۲۹
Background image

کونړ کې ۵۵۲ کسانو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ووېشل شول او ۱۵ کیلومتره کانالونه ورغول شول

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوړو د خوندیتوب او د اوبو لګولو د کانالونو د بیارغونې پروژې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالی کې ۵۵۲ مستحقو کسانو ته د کار په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۲۸
Background image

پکتیکا کې سلګونو اړمنو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشل شوې

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځانګړي حکم پر بنسټ، د دغه ولایت په درېیو. . .

بازگشت