پکتیکا کې سلګونو اړمنو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۲۸
پکتیکا کې سلګونو اړمنو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشل شوې

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځانګړي حکم پر بنسټ، د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې له شاوخوا ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د نغدي او خوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل او یوه برخه یې ووېشل شوه.
د دغو مرستو لړۍ د فرضي کرښې ته څېرمه په وازي‌خوا، وړممۍ او نعمت‌اباد ولسوالیو کې ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې پر اړمنو او مستحقو کورنیو نغدي او خوراکي توکي ووېشل شول.
په یادو مرستو کې د هرې کورنۍ لپاره ۵۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته او پنځه ګونۍ غنم شامل دي. د دې مرستو موخه د بېوزلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول، د هغوی د اقتصادي ستونزو راکمولو او په اوسنیو شرایطو کې د کورنیو د معیشت ملاتړ کول دي.
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو د مرستو د وېش پر مهال وویل، چې د ګټه‌اخیستونکو کورنیو د پېژندنې لپاره له ترسره شوې سروې او ټاکل شویو معیارونو څخه کار اخیستل شوی او مرستې په شفاف، عادلانه او منظم ډول پر مستحقو کورنیو وېشل شوې دي.
مسؤلینو زیاته کړه، چې د مرستو د وېش بهیر له نږدې څارل شوی، څو ورکړل شوې نغدي او خوراکي مرستې په عادلانه توګه خپلو اصلي مستحقینو ته ورسېږي او د وېش پر مهال د هر ډول بې‌نظمۍ مخه ونیول شي.
د دغو مرستو وېش د هغو کورنیو د اقتصادي او معیشتي ملاتړ په موخه ترسره کېږي، چې د لومړنیو اړتیاوو له پوره کولو سره له ستونزو سره مخ دي. تمه ده، چې د نغدي مرستو ترڅنګ د غنمو وېش به د اړمنو کورنیو د خوراکي اړتیاوو په پوره کولو کې هم مرسته وکړي.
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په وینا، د مستحقو کورنیو د ملاتړ په برخه کې د مرستو د وېش بهیر د ټاکل شویو اصولو او معیارونو له مخې دوام لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۳:۳۴
Background image

پکتیکا کې د ۹۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۰۰ مټریک ټنه ظرفیت لرونکې سړې خونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

٥ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
١٥ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزو محصولاتو د ساتنې، د حاصلاتو د ضایعاتو د مخنیوي، بزګرانو ته د مناسبو اسانتیاوو برابرولو او د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۲:۵۱
Background image

پکتیکا کې یوشمېر بزګرانو ته د مېوو او سبو وچولو ۲۳ لمریز ماشینونه ووېشل شول

٥ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
١٥ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اړیکو دفتر  مؤسسې په چوکاټ کې د دغه ولایت په مرکز ښرنه او خیرکوټ ولسوالی کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۲:۵
Background image

دهلمند په مرکز لښکرګاه کې د بولان مرکزي ځنګل د لښتیو او ویالو د پاکارۍ چارې پیل شوې

٥ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
١٥ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا، د بولان مرکزي ځنګل د ټولو لښتیو او ویالو د پاکارۍ چارې پیل شوې.
د یادو چارو موخه. . .

بازگشت