د افغانستان اسلامي امارت پلاوي په بیلاروس کې له څو لویو تولیدي او پروسس کوونکو فابريکو څخه لیدنه وکړه
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ یوه پلاوي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد هم ورسره ملتیا کوله، د بیلاروس جمهوریت د غلو دانو د پروسس، د کیمیاوي او خوراکي توکو، لبنیاتو، بورې، غوښې او حیواني درملو د تولید په برخو کې له څو لویو دولتي او خصوصي شرکتونو او فابریکو څخه لیدنه وکړه.
په دغو لیدنو کې د غلو دانو د پروسس، کیمیاوي او خوراکي توکو د تولید، لبنیاتو، بورې او شکر، غوښې او حیوانی درملو د تولید په برخو کې د یادو شرکتونو او فابریکو له فعالیتونو او تولیدي ظرفیتونو څخه لیدنه وشوه.
د لیدنې په ترڅ کې پلاوي د BNBK له دولتي شرکت څخه هم لیدنه وکړه. دغه شرکت د غلو دانو د پروسس او زېرمه کولو، کیمیاوي سرې او خوراکي توکو د تولید په برخو کې فعالیت کوي. نوموړی شرکت د څارویو، چرګانو او کبانو د بېلابېلو خوراکونو د تولید ظرفیت هم لري. د یاد شرکت چارواکو د خپلو فعالیتونو او تجربو په اړه معلومات وړاندې کړل او د افغان متخصصینو د ظرفیت لوړولو او د تجربو د لېږد په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدارنګه، پلاوي د سلوټسک پنیر جوړونې له سهامي شرکت څخه هم لیدنه وکړه. دغه شرکت د پنیر، شېدو، مستو او نورو لبنیاتو په ګډون بېلابېل لبني محصولات تولیدوي او په دې برخه کې د پام وړ تولیدي ظرفیت لري.
په دوام کې، پلاوي د قند او شکر د پروسس له فابریکو او همدارنګه د غوښې له پروسس کوونکې فابریکې څخه لیدنه وکړه او د محصولاتو د تولید، پروسس او بستهبندۍ له بهیر سره یې له نږدې بلدتیا پیدا کړه.
پلاوي د حیواني درملو له دولتي تولیدي فابریکې څخه هم لیدنه وکړه. دغه فابریکه د څارویو لپاره بېلابېل درمل او درملیز محصولات تولیدوي.
دغه لیدنې د بلاروس د صنعتي او تولیدي ظرفیتونو د پېژندنې، د دغه هېواد له تجربو څخه د ګټې اخیستنې او د کرنې، مالدارۍ، خوراکي صنایعو، د کرنیزو محصولاتو د پروسس او د حیواني درملو د تولید په برخو کې د ګډې همکارۍ د فرصتونو د ارزونې په موخه ترسره شوې.
