منسک کې د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډې کمېسیون دویمه غونډه ترسره شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۳۶
برگزاری دومین نشست کمیسیون مشترک اقتصادی و تجاری افغانستان و بلاروس در منسک

۲۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش

۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډې کمېسیون دویمه غونډه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او د بلاروس جمهوریت د کرنې او خوړو وزیر یوري ګورلوف په ګډه مشرۍ، د دغه هېواد په پلازمېنه منسک کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د افغانستان د اسلامي امارت ۱۳ کسیز پلاوي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر په مشرۍ ګډون کړی وو، چې په ترکیب کې یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ استازی او د اړوندو ادارو یو شمېر رئیسان شامل وو. په مقابل کې، د بیلاروس جمهوریت پلاوي هم د کرنې او خوړو، صنعت، عامې روغتیا او کانونو وزارتونو د مرستیالانو، د اسیا، اسټرالیا او اقیانوسیې په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت د سلاکار او د اړوندو ادارو د یو شمېر مسوولینو په ګډون په دې ناسته کې برخه اخیستې وه.
په دې غونډه کې دواړو لورو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا، د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا، د نوې ټکنالوژۍ پر لېږد، د کرنیزو ماشینونو پر واردولو او په افغانستان کې د دغو ماشینونو د مونتاژ او بسته‌بندۍ لپاره د زمینې پر برابرولو، د کیمیاوي سرې پر تولید، د لبنیاتو او خوراکي توکو پر پروسس او د صنعتي ماشینونو پر تولید بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
همدارنګه، د افغانستان او بلاروس د شرکتونو ترمنځ د ګډو پانګونو رامنځته کول، د فابریکو جوړول، د ګډو پروژو عملي کول، افغان متخصصینو ته د زده‌کړو د زمینې برابرول او د تجربو او ټکنالوژۍ لېږد، د دې غونډې له نورو مهمو بحثونو څخه وو.         د بلاروس لوري هم په دې برخو کې پر همکارۍ او ملاتړ ټینګار وکړ.
د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد په افغانستان کې د صنعتي ماشینونو د تولید، د افغانستان محصولاتو ته د بلاروس بازارونو ته د لاسرسي د اسانتیا، د دواړو هېوادونو د محصولاتو او صنعتي تولیداتو د ګډو نندارتونونو د جوړولو، د افغانستان د کانونو د استخراج او پروسس په برخه کې د بلاروسي شرکتونو د پانګونې لپاره د فرصتونو د برابرولو، د سوداګرۍ د توازن رامنځته کولو او بلاروس ته د افغانستان د محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي په اړه خبرې وکړې.
همدارنګه، په افغانستان کې د نفتو د استخراج او تصفیې په برخه کې د بلاروسي شرکتونو د پانګونې فرصتونه، د نفتو د محصولاتو د واردولو په برخه کې همکاري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د عملي میکانیزمونو رامنځته کول هم تر بحث لاندې ونیول شول. دواړو لورو د ګډو پروژو د عملي کولو او د پانګونو د اسانتیا په موخه د مناسبو بانکي میکانیزمونو او د پیسو د لېږد د لارو چارو پر رامنځته کولو هم ټینګار وکړ.
د کرنې او مالدارۍ په برخه کې، د غوښې او شېدو ورکوونکو غواوو د نسل د اصلاح، د لبنیاتو د پروسس، د کیمیاوي سرې د تولید د فابریکو د جوړولو، د حیواني درملو او واکسینونو د تولید، د تخنیکي کارکوونکو د روزنې، د لوړکیفیته بلاروسي درملو د واردولو او په افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې د بلاروسي شرکتونو د پانګونې په اړه بحث وشو.
همدارنګه، د بلاروس دولتي شرکتونو له لوري د افغانستان په امارتي شرکتونو کې د ګډې پانګونې په اړه هم خبرې وشوې.
د غونډې په پای کې، دواړو لورو د مطرح شویو موضوعاتو او ژمنو د تعقیب او عملي کولو لپاره د دواړو خواوو د معینانو په مشرۍ د یوه ګډ کاري ګروپ پر جوړولو هوکړه وکړه. دغه کاري ګروپ به د شوې هوکړې او مطرح شویو موضوعاتو د تعقیب مسؤولیت ولري او د هغو د عملي کېدو لپاره به زمینه برابروي.
د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډې کمېسیون دویمه غونډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د ګډو پانګونو د زیاتوالي او د کرنې، مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ په برخو کې د همکاریو د پراخېدو په برخه کې مهم ګام وبلل شو.
دغه کمېسیون په کال کې یو ځل جوړېږي او دواړو لورو د همکاریو پر دوام او د ګډو ژمنو پر عملي کولو ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۴۴
Background image

د بیلاروس له «بلاز» فابریکې څخه د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي لیدنه


۲۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، بیلاروس جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۳۶
Background image

منسک کې د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډې کمېسیون دویمه غونډه ترسره شوه

۲۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش

۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډې کمېسیون دویمه غونډه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۳۰
Background image

ننګرهار کې د ځنګل لرونکو ولسوالیو د ولسونو د ستونزو د حل په موخه ولایتي ګډې کمېټې سیمه ییز سفرونه ترسره کړل


د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت مقام د هدایت پر بنسټ، د ځنګل لرونکو ولسوالیو د ولسونو د ستونزو د معلومولو، د هغوی د غوښتنو اورېدلو او د ستونزو. . .

بازگشت