د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال د ایراني شرکتونو له چارواکو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۱۲
معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت با مسئولان شرکت‌های ایرانی دیدار کرد

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو معین مولوي باز محمد فیضان د ایران اسلامي جمهوریت د «ایران‌پلاس» او «وژیوممبران» شرکتونو له چارواکو سره وکتل او خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې مولوي باز محمد فیضان د ایراني شرکتونو چارواکو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د اوبولګولو په برخه کې د نوې ټکنالوژۍ د کارونې په زمینه کې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د یادو ایراني شرکتونو چارواکو هم د څاڅکي اوبولګولو سیسټمونو او نورو نوې ټکنالوژیو په برخه کې د خپلو تولیداتو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د کرنې له وزارت سره یې د بزګرانو او بڼوالو د روزنې او پوهاوي او د دغو ټکنالوژیو د ترویج په برخه کې د همکارۍ لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.
هغوی وویل، چې بزګرانو او بڼوالو ته د نوې اوبولګولو د لارو چارو د پوهې لېږد او روزنه کولای شي د اوبولګولو له سیسټمونو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د کرنې په برخه کې د حاصلاتو د زیاتوالي زمینه برابره کړي.
د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال د اوبولګولو سیسټمونو د ښه والي، د اوبو د سرچینو د لا ښه مدیریت او د لګښتونو د کمښت په برخه کې د نوې ټکنالوژۍ کارول اغېزمن وبلل او د څاڅکي اوبولګولو سیسټمونه، د کانالونو او چکډېمونو جوړول او د کبانو د روزنې فارمونو جوړول یې د همکاریو له مهمو برخو څخه وبلل.
په پای کې دواړو لورو د همکاریو پر پیاوړتیا، د بزګرانو او بڼوالو پر روزنه او د نوې اوبولګولو ټکنالوژۍ د کارونې په برخه کې د تجربو پر تبادلې ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون 

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۵۳
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه تاشکند ته ورسېد

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د دې هېواد پلازمېنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۴۶
Background image

پکتیکا په مرکز کې له جوړېدونکې ۶۰۰ میټریک ټنه سړې خونې څخه لیدنه وشوه

۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د مستوفیت، عدلیې، ښار جوړونې، ښاروالۍ، سرحدونو او حج او اوقافو. . .

بازگشت