د کرنې وزیر: د کابل د فتحې په ورځ د امیرالمؤمنین عمومي عفوې د وینې تویېدو او غچ اخیستنې د دوام مخه ونیوله
٢٤ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د فاریاب ولایت د سیمهییزو چارواکو له لوري د کابل د فتحې د کلیزې په مناسبت، د زمري ۲۴ په جوړه شوې غونډه کې وینا وکړه. د کرنې وزیر په دې مراسمو کې په افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړو او وینې تویېدو ته په اشارې وویل، چې د افغانستان د مسلمانانو ترمنځ وینه تویونه شاوخوا څلوېښت کاله وړاندې پیل شوه او د خلق او پرچم حکومتونو او له هغوی وروسته د نورو حکومتونو په دورو کې هم دوام وموند او د افغانستان د اسلامي امارت د بریا، د ۱۴۰۰ هـ.ش کال د زمری تر ۲۴مې نېټې پورې یې دوام درلود.
مولوي عطاءالله عمري زیاته کړه، چې د کابل له فتحې سره سم، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د عمومي عفوې په اعلانولو سره د وژنې، جګړې، غچ او انتقام مخه ونیوله او هېچا ته یې اجازه ورنه کړه، چې د خپلو مخالفینو پر وړاندې غچ اخیستنې ته لاس واچوي. نوموړي همداراز د افغانستان اسلامي امارت د مجاهدینو د هڅو، مبارزو او سرښندنو قدرداني وکړه او د اسلامي امارت د ارزښتونو او لاسته راوړنو پر ساتنې یې ټینګار وکړ.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر په پای کې د زمري ۲۴مه، د کابل د فتحې ورځ، د افغانستان خلکو او د اسلامي امارت مجاهدینو ته مبارکي وویله او د دې ورځې او له هغې سره د تړلو ارزښتونو پر ساتنې یې ټینګار وکړ.
